د ننګرهار هوايي ډګر پر لور نن سهار په پرلپسې دويمه ورځ هم د وسله والو طالبانو لخوا څو توغنديز بريدونه وشول، چې چارواکي وايي د بهسودو ولسوالۍ پر ولسي سيمو لګېدلي او کوم ځاني او مالي زيان نه لري.
د ننګرهار هوايي ډګر پر لور نن سهار په پرلپسې دويمه ورځ هم د وسله والو طالبانو لخوا څو توغنديز بريدونه وشول، چې چارواکي وايي د بهسودو ولسوالۍ پر ولسي سيمو لګېدلي او کوم ځاني او مالي زيان نه لري.دا هوايي ډګر، چې يوازې ايتلافي ځواکونه ترې د خپلو الوتنو او پوځي هڅو کاراخلي،د افغان قومندان ډګروال جهانګير عظيمي په خبره د جلال اباد په سوېل کې له يوه باغه يې پرلورڅلور توغندي توغول شوي، چې ولسي سيمې يې نښه کړي او هېڅ ډول زيان نه لري.
د وسله والو طالبانو وياند ذبيح الله مجاهد بيا کليد ته وويل، شپږ توغندي يې پر هوايي ډګر توغولي، چې پخپله موخه لګېدلي او دولت پلوه غاړې ته يې درنه مرګ،ژوبله اړولې.
ننګرهار هوايي ډګر له همدې څو کلونو راهيسې، چې بهرني ځواکونه پکې مېشت دي، پرې ډېر شمېر توغنديز بريدونه شوي، چې ډېرى وخت پر ولسي سيمو لګېدلي، ځاني او مالي زيانونه يې رامنځته کړي.
هوايي ډګر ته نېږدې مېشت خلک، چې وروستيو توغنديزو بريدونو بيااندېښمن او پر بريد کوونکيو قهرولي،د ننګرهار پر امنيتي چارواکو په دې نيوکې لري، چې د توغنديو د ويشتو سيمې ورمعلومې دي، خو بيايې هم په مخنيوي کې پاتې راغلي.
د ننګرهار دا ناامني د ولسي جرګې ټاکنو په ډېر نېږدې کېدو سره وروسته ترهغې کېږي، چې پرون د دې ولايت د والي شاهي ماڼۍ مخې ته يوې سمبال شوې چاودنې د لعلپورې ولسوال مړ او څلور ساتونکي يې سخت ټپيان کړل.
کلید ګروپ په ټویټر او فیسبوک کې وګورئ


