د افغانستان او ترکمنستان ترمنځ د دوشنبې په ورځ په بېلابېلو برخو کې د همکاريو يوولس تړونونه لاسليک شول. د افغانستان او ترکمنستان ترمنځ په لاسليک شويو تړونونو کې، اقتصادي او سوداګريزې همکارۍ، د ګازو د پايپ لاين او د اورګاډي پټلۍ غځول، پانګه
د افغانستان او ترکمنستان ترمنځ د دوشنبې په ورځ په بېلابېلو برخو کې د همکاريو يوولس تړونونه لاسليک شول.
د افغانستان او ترکمنستان ترمنځ په لاسليک شويو تړونونو کې، اقتصادي او سوداګريزې همکارۍ، د ګازو د پايپ لاين او د اورګاډي پټلۍ غځول، پانګه اچونه، د ټرانسپورټ او توريزم پراختيا، د توليدي موادو د نندارتونونو جوړول، د ګمرکونو په برخه کې دوه اړخيزه مرسته او د نوري فايبر د شبکې غځول شامل وو.
په کابل کې له همدې كبله په جوړه شوې غونډه کې د افغانستان له خوا د همکاريو د کمېسيون مشر او د اقتصاد وزير عبدالهادي ارغنديوال وويل ،چې دواړه هېوادونه به د دغو تړونونو د عملي کولو لپاره هلې ځلې وکړي.
افغانستان او ترکمنستان په ۲۰۰۷ ميلادي کال کې د همکاريو يو مهم تړون لاسليک کړ، چې له مخې يې دواړه هېوادونه دا مهال پراخه اقتصادي او سوداګريزه راکړه ورکړه لري.
د دغو همکاريو لومړنۍ غونډه دوه کاله مخکې د ترکمنستان په مرکز عشق اباد کې وشوه.
کلید ګروپ په ټویټر او فیسبوک کې وګورئ


