ads

کرزي د جګړې په ستراتيژۍ کې د بدلون غوښتنه وکړه

جمهور رئيس کرزى وايي، د افغانستان لپاره د امريکا د جګړې ستراتيژي بيا کتنې ته اړتيا لري. د کرزي د دفتر له يوې خبرپاڼې سره سم جمهور رئيس د جرمني د پارلمان له   جمهور رئيس کرزى وايي، د افغانستان لپاره د امريکا د جګړې ستراتيژي بيا کتنې ته اړتيا لري. د کرزي د دفتر […]

نویسنده: TKG
8 وږی 1389

جمهور رئيس کرزى وايي، د افغانستان لپاره د امريکا د جګړې ستراتيژي بيا کتنې ته اړتيا لري. د کرزي د دفتر له يوې خبرپاڼې سره سم جمهور رئيس د جرمني د پارلمان له

 

جمهور رئيس کرزى وايي، د افغانستان لپاره د امريکا د جګړې ستراتيژي بيا کتنې ته اړتيا لري.

د کرزي د دفتر له يوې خبرپاڼې سره سم جمهور رئيس د جرمني د پارلمان له رئيس نوربرت لاميرت سره په کتنه کې د افغانستان او سيمه ييز امنيت په باب د خبرو په ترڅ کې وويل، چې د ترهګرۍ پرضد د جګړې پر ستراتيژۍ بايد بيا غور وشي .

ده زياته کړه، د تېرو اتو کلونو تجربې وښودله، چې د افغانستان په کليو کې (د طالبانو پرضد) جګړه ګټه نه لري او د ملکي خلکو له وژل کېدا پرته بله لاسته راوړنه نه شي لرلاى، نوضروري ده، چې په افغانستان کې ستراتيژي بدله شي.

کرزي ټينګار وکړ، چې په افغانستان کې د بلواګرو پر ضد پر ستراتيژۍ بيا غور تر ټولو ضروري چاره ده.

تر دې مخکې کرزي څو امريکايي چارواکو ته، چې کابل ته يې سفر کړى وو، ويلي وو، چې امريکا او ناټو بايد خپل پوځي تمرکز د پاکستان په خاوره کې د تروريستانو اډو ته واړوي.

افغانستان او لوېديزوال تل وايي، چې کره شواهد لري، چې طالبان او د افغانستان د دولت وسله وال مخالفان په پاکستان کې مرکزونه لري، همالته جنګي روزنه، وسلې او پيسې ترلاسه کوي.

 

کلید ګروپ په ټویټر او فیسبوک کې وګورئ
د تکشارک په واسطه پراختیا او طرحه جوړونه - Copyright © 2021

Copyright 2020 © TKG: A public media project of DHSA