ads

ميدان وردگو كې ۱۵ وسله وال طالبان و نيول شول

په ميدان وردګو ولايت کې د ١٥وسله والو طالبانو د نيول کېدو او دغه راز د ملي اردو د څلورو  سرتېرو د وژل کېدو خبر ورکړل شو. د ميدان وردګو دوالي وياند شاهد الله شاهد رسنيوته وويل   په ميدان وردګو ولايت کې د ١٥وسله والو طالبانو د نيول کېدو او دغه راز د ملي […]

نویسنده: TKG
8 وږی 1389

په ميدان وردګو ولايت کې د ١٥وسله والو طالبانو د نيول کېدو او دغه راز د ملي اردو د څلورو  سرتېرو د وژل کېدو خبر ورکړل شو. د ميدان وردګو دوالي وياند شاهد الله شاهد رسنيوته وويل

 

په ميدان وردګو ولايت کې د ١٥وسله والو طالبانو د نيول کېدو او دغه راز د ملي اردو د څلورو  سرتېرو د وژل کېدو خبر ورکړل شو.

د ميدان وردګو دوالي وياند شاهد الله شاهد رسنيوته وويل، چې ياد طالبان پرون د ملي پوليسو، ملي اردو او آيساف په  ګډو عملياتو کې ونيول شول.

د نوموړي په وينا، دغو طالبانو د دې ولايت په سيداباد ولسوالۍ کې د کابل _ کندهار پر لويه لاره دوه اکمالاتي موټر له ځان سره د دې ولسوالۍ د شنيز درې سيمې ته بيولي او هملته پرې عمليات ترسره شول.

د نوموړي په خبره، د عملياتو پرمهال نښته هم شوې، چې امنيتي ځواکونو ته مرګ ژوبله نه ده اوښتې او د وسله والو د تلفاتو په اړه دقيق معلومات نه لري .

هغه وويل، چې نيول شوي وسله وال، بهرنيو ځواکونو په سيداباد کې خپل مرکز ته لېږدولي او پلټنې ترې پيل شوې دي .

د شاهد په وينا، امنيتي ځواکونو هغه دوه اکمالاتي موټر، چې وسله والو طالبانو له ځان سره بيولي و، بېرته ترلاسه کړي دي.

د يو بل خبر له مخې، پرون  له غرمې وروسته د سيداباد په سالارو سيمه کې د سړک د غاړې ماين چاودنه کې د ملي اردو څلور سرتېري ووژل شول.

 

کلید ګروپ په ټویټر او فیسبوک کې وګورئ
د تکشارک په واسطه پراختیا او طرحه جوړونه - Copyright © 2021

Copyright 2020 © TKG: A public media project of DHSA