په فاریاب ولایت کې د دولت ضد وسله والو مخالفینو د يوه پوليس په ګډون د دوو موسېسو ۹ تنه کارکونکي وتښتول. یاد شوي کسان د هغه ولایت له قرمقل او کوهستان ولسوالیو څخه وړل شوي دي.
په فاریاب ولایت کې د دولت ضد وسله والو مخالفینو د يوه پوليس په ګډون د دوو موسېسو ۹ تنه کارکونکي وتښتول.
یاد شوي کسان د هغه ولایت له قرمقل او کوهستان ولسوالیو څخه وړل شوي دي.
عبد الواحد ناصری د فاریاب ولایت د قرمقول ولسوال وویل، چې د راه نجات موسېسې ۴ ښځینه ډاکترانې سره له یوه موټر چلونکي تېره ورځ د هغه ولسوالۍ له اړوندو سیمو څخه د دولت ضد مخالفینو تښتولي دي.
ناصري زیاته کړه، چې تښتول شویو کسانو پرته له دې، چې دولتی یا امنیتی چارواکوته ووایي سیمی ته تللی وو.
همداراز د هغه ولایت له کوهستان ولسوالۍ څخه هم د اکتید موسېسې ۴ تنه انجنیران سره د یو پولیس، چی په شخصی جامو کې کور ته روان وو هم نیول شوي دی.
عبد الستار بارز د فاریاب مرستیال والي وايي، چې دوی د خپلو اړوندو کار د ترسره کولو لپاره هغې ولسوالۍ ته تللي وو، چې د مخالفينو له لوري تښتول شوي دي.
د يادولو وړ ده، چې تر دې مخکې هم د ادا او Save the children موسېسې کارکونکي په دغه ولایت كې د دولت ضد مخالفینو له خوا تښتول شوي وو، چې یو شمېر يې د ځایي سپين ږيرو او امنیتي ځواکونو په مرسته بېرته خوشې شول.
کلید ګروپ په ټویټر او فیسبوک کې وګورئ


