د ناڅرګندو وسله والو لخوا د کونړ د څوکۍ د ولسوال او د هغه د زوى د تښتونې نن په داسې حال کې نهمه ورځ پوره کېږي، چې چارواکي وايي د جرګو، مرکو له لارې يې د هغو د خلاصونې هڅې روانې دي.
د ناڅرګندو وسله والو لخوا د کونړ د څوکۍ د ولسوال او د هغه د زوى د تښتونې نن په داسې حال کې نهمه ورځ پوره کېږي، چې چارواکي وايي د جرګو، مرکو له لارې يې د هغو د خلاصونې هڅې روانې دي.
ولسوال حاجي غلام نبي له يوه زوى سره يې د کونړ له مرکز اسعداباد څخه په درې کيلومتره لرې شګۍ سيمه کې تښتول شوى، خو لا يې د تښتونې مسوليت چا پرغاړه نه دى اخېستى.
د کونړ امنيې قومندان خليل الله ضيايي له نور څه ويلو پرته يوازې وايي، د دغو تښتول شويو په اړه يې د سپين ږيرو په هڅو جرګې، مرکې روانې دي او هيله من دي چې راخلاص به يې کړاى شي.
څه باندې يو کال د همدې وږي مياشتې په لومړيو ورځو کې د کونړ د مرورې ولسوال غياث حقمل هم ناڅرګندو وسله والو تښتولى و، چې د تښتونې شاوخوا يوه اونۍ وروسته بيا ووژل شو.
وېل کېږي، چې دا تښتونې د سلفي طالبانو په نامه د حکومت يوه ځايي وسله واله مخالفه ډله د پيسو لپاره کوي، خو د دې ډلې مشران په دې اړه رسنيو ته نه غږيږي.
دا چې کونړي چارواکي به د څوکۍ ولسوال او زوى يې هم لکه د مرورې د ولسوال په شان بايلي او که به يې ژوندى له تښتونکو راخلاصوي، په لنډ مهال کې به جوته شي.
کلید ګروپ په ټویټر او فیسبوک کې وګورئ


