د كورنيو چارو وزارت په هېواد كې د ښوونځيو د زده كوونكيو او ښوونكيو د مسموم كېدو په اړه له عامې روغتيا وزارت سره د ګډو څېړنو د پيل خبر وركړ.
د كورنيو چارو وزارت په هېواد كې د ښوونځيو د زده كوونكيو او ښوونكيو د مسموم كېدو په اړه له عامې روغتيا وزارت سره د ګډو څېړنو د پيل خبر وركړ.د زده كوونكو د تازه پېښو په لړكې، په دې وروستيو كې د كابل ښار د اتمې حوزې اړوند د توتيا د منځني ښوونځي ۷۳ زده كوونكې او ښوونكې او د ذبيح الله عصمتي د لېسې ۴۸ زده كوونكې او ښوونكې مسمومې شوې.
د كورنيو چارو وزارت وياند زمري بشري تېره ورځ په يوې خبري ناسته كې وويل، چې دا لومړى ځل نه دى،چې په هېوادكې ښځينه زده كوونكې مسموم كيږي.
د نوموړي په وينا، يواځې جنايي پلټنې ځواب نشي وركولى، طبي تحقيقاتو ته هم اړتيا شته، چې له همدې امله ګډې څېړنې پيل شوې دي.
بشري زياته كړه، چې تراوسه د ښوونكو او زده كوونكو د مسموم كېدو لامل نه دى معلوم شوى .
کلید ګروپ په ټویټر او فیسبوک کې وګورئ


