د نورستان له وروستيو سېلاب ځپلو سره د سيمه ييزو ارګانونو د خپلواکې ادارې لخوا په لومړي ځل په داسې حال کې مرسته وشوه، چې سېلاب ځپلي د مرستو پر ځنډ او کموالي نيوکې لري.
د نورستان له وروستيو سېلاب ځپلو سره د سيمه ييزو ارګانونو د خپلواکې ادارې لخوا په لومړي ځل په داسې حال کې مرسته وشوه، چې سېلاب ځپلي د مرستو پر ځنډ او کموالي نيوکې لري.نورستان، چې ډېرې سيمې يې شاوخوا مياشت وړاندې سختو سېلابونو ځپلې وې، دا مرستې پکې يوازې د نورګرام ولسوالۍ له څه باندې اوياوو کورنيو سره شوي.
د نورستان والي جمال الدين بدر کليد ته وويل، چې په دې مرستو کې يوازې خوراکي توکي شامل وو او کېداى شي ترې وروسته نورې مرستې هم له سېلاب ځپلو سره وشي.
د نورستان د ولايتي شورا يوه غړي عنايت الرحمان بياد يو شمېر سېلاب ځپلو په شان کليد ته وويل، چې مرستې په ډېره کمه توګه په ډېر ځنډ سره شوي او دوى غوښتنه لري، چې نورې پوره مرستې د ټول نورستان سېلاب ځپلو سره وشي.
پر نورستان د تېرې مياشتې سېلابونو شاوخوا دېرش تنه مړه کړي او ګڼ نور ټپيان کړي وو، چې د مړو تر شلو ډېر يې د نورګرام ولسوالۍ د ملکيې په نامه د يوه سېلاب وړي کلي استوګن ول.
په نورو ولسواليو او مرکز پارون کې بياسېلابونو ګڼ خلک بې کوره کړي وو، چې هغوى لا د مياشتې په تېريدو سره د لومړنيو مرستو له ترلاسه کولو هم برخې پاتې دي.
کلید ګروپ په ټویټر او فیسبوک کې وګورئ


