د جرمني دفاع وزير کرل تيودور څوګو تنبرګ او د جرمني د پارلمان رئيس نوربرت لاميرت پرون افغانستان ته راغلل، خو د دوى سفر د امنيتي ملحوظاتو په خاطر پټ ساتل شوى و.
د جرمني دفاع وزير کرل تيودور څوګو تنبرګ او د جرمني د پارلمان رئيس نوربرت لاميرت پرون افغانستان ته راغلل، خو د دوى سفر د امنيتي ملحوظاتو په خاطر پټ ساتل شوى و.
دواړو جرمني چارواکو په مزارشريف ښار كې د ناټو تر مشرۍ لاندې د (ايساف) ځواکونو په چوکاټ کې له جرمني پوځيانو سره ليده کاته وكړه.
د جرمني چارواکي وخت په وخت افغانستان ته راځي او له خپلو ځواکونو سره ويني، څو هغوي ته ووايي، چې د خپلو خلکو او چارواکو هېر نه دي.
دا د تېر کال (۲۰۰۹)په اکتور کې، کله، چې څو ګو تنبرګ د جرمني په نوي حکومت کې دفاع وزير ټاکل شوى دى، افغانستان ته د نوموړي پنځم سفر دى.
جرمني په افغانستان کې شاوخوا څلور نيم زره سرتېري لري، چې د افغانستان روان ماموريت د دوى لپاره په درسته نړۍ کې تر ټولو لوي ماموريت دى.
کلید ګروپ په ټویټر او فیسبوک کې وګورئ


