ads

فراه كې ځانمرګى بريد، يواځې ځانوژونكي ووژل

ځايي چارواكي وايي، نن له غرمې وروسته دوو ځانمرګو غوښتل د فراه ولايت ودانۍ ته ننوځي، چې د پوليسو لخوا تر پېژندولو وروسته پرې ډزې وشوې او دواړه ووژل شول.   ځايي چارواكو وايي، نن له غرمې وروسته دوو ځانمرګو غوښتل د فراه ولايت ودانۍ ته ننوځي، چې د پوليسو لخوا تر پېژندولو وروسته پرې […]

نویسنده: TKG
7 وږی 1389

ځايي چارواكي وايي، نن له غرمې وروسته دوو ځانمرګو غوښتل د فراه ولايت ودانۍ ته ننوځي، چې د پوليسو لخوا تر پېژندولو وروسته پرې ډزې وشوې او دواړه ووژل شول.

 

ځايي چارواكو وايي، نن له غرمې وروسته دوو ځانمرګو غوښتل د فراه ولايت ودانۍ ته ننوځي، چې د پوليسو لخوا تر پېژندولو وروسته پرې ډزې وشوې او دواړه ووژل شول.

 

د فراه امنيه قوماندان محمد فقير عسكر كليد ته وويل، چې دغو ځانمرګو غوښتل د ودانۍ له شا لوري ودانۍ ته ننوځي، چې د پوليسو لخوا تر پېژندو وروسته پرې ډزې وشوې.

نوموړى زياتوي، مخكې تر دې چې ياد كسان د ولايت ودانۍ ته ننوځي ځانونه يې والوځول، چې له كبله يې دواړه مړه او د ولايت ودانۍ يوه څنډه زيانمنه او ښيښې يې ماتې شوې.

د عسكر په وينا په پېښه كې چاته مرګ ژوبله نه دا اوښتې، خو بريد كوونكي دواړه وژل شوي دي.

په سيمه كې عيني شاهدانو كليد ته وويل، چې چاودنه دومره زوروره وه ، چې تر ۲۰ كليلومترۍ يې غږ اورېدل شوى دى.

د پېښې پړه لا تر دې دمه چا پر غاړه نه ده اخيستې.

 

کلید ګروپ په ټویټر او فیسبوک کې وګورئ
د تکشارک په واسطه پراختیا او طرحه جوړونه - Copyright © 2021

Copyright 2020 © TKG: A public media project of DHSA