د کابل په شمال کې د قره باغ په ولسوالۍ کې تېره شپه د کابل چاريکار په لويه لاره کې د صوفيانو پل د وسله والو مخالفانو له خوا په بم الوزول شوى دى.
د کابل په شمال کې د قره باغ په ولسوالۍ کې تېره شپه د کابل چاريکار په لويه لاره کې د صوفيانو پل د وسله والو مخالفانو له خوا په بم الوزول شوى دى.د قره باغ ولسوال حنيف صديقي رسنيو ته وويلي، چې دا بم د بهرنيو ځواکونو په کاروان الوتى او د هغوى يو ټانک يې هم ويجاړ کړى دى. بهرنيوځواکونو لا تر اوسه په دې اړه څه نه دي ويلي او دا هم نه ده معلومه چې هغوي ته تلفات اوښتي او که نه.
په عين حال کې ويل شوي، چې له پېښې وروسته شمالي سيمو ته د نقليه وسايطو او مسافرو په تګ راتګ کې هم ستونزې پيدا شوې.
دا لومړى ځل دى، چې د کابل په قره باغ ولسوالۍ کې، چې ښه امنيت لرونکې سيمه بلل کيږي په لويه لاره کې دا ډول پېښه رامنځته کيږي.
کلید ګروپ په ټویټر او فیسبوک کې وګورئ


