د ناټو په مشرۍ نړيوالو سوله ساتو ځواکونو د هيواد په بېلا بېلو امنيتي پېښو کې د خپلو پنځو سرتېرو د وژل کېدو خبر ورکړ. دغه خبر په کابل کې د يادو شويو ځواکونو مطبوعاتي دفتر له خوا په خپره شوې خبرپاڼه کې ورکړل شوى دى.
د ناټو په مشرۍ نړيوالو سوله ساتو ځواکونو د هيواد په بېلا بېلو امنيتي پېښو کې د خپلو پنځو سرتېرو د وژل کېدو خبر ورکړ.
دغه خبر په کابل کې د يادو شويو ځواکونو مطبوعاتي دفتر له خوا په خپره شوې خبرپاڼه کې ورکړل شوى دى.
سرچينې زياته کړې، چې تېره ورځ د افغانستان په ختيځ کې يې د وسله والو طالبانو په يوه بريد کې دوه سرتېري ووژل شول.
يادو ځواكونو، د پېښې کره ځاى نه دى په ګوته کړى، خو بايد وويل شي، چې پرون په جنوب ختيځ خوست ولايت کې وسله والو طالبانو د ناټو پر نظامي اډو ډله ييز ځانمرګي بريدونه کړي وو.
پرون ايساف، په دې بريدونو کې د خپلو دوو سرتېرو د ټپي کېدو او د ٢٤ بريد کوونکيو د وژل کېدو خبر ورکړى و.
خو طالبانو د لسګونه امريکايي سرتېرو د وژلو ادعا کړې وه.
د يادونې وړ ده، چې په ختيځ کې د ايساف امريکايي سرتېري مېشت دي.
دغه راز د ايساف په يوه بله خبرپاڼه کې هم ويل شوي، چې درې سرتېري يې د افغانستان په جنوب کې د ماين په چاودنو کې وژل شوي دي.
د دغو سرتېرو له وژل کېدو سره دروان ميلادي کال له پيل راهېسې په هېواد كې د وژل شويو بهرنيو سرتېرو شمېره ٤٦٩ ته ورسېده، چې يواځې ٢٩٢ يې امريکايان دي.
کلید ګروپ په ټویټر او فیسبوک کې وګورئ


