د وسله والوځواکونو د درستيزوال او د جنش د ګوند مشر عبدالرشيد دوستم پر دوو زامنو تېره ورځ ناوخته د کابل مزار پر لويه لاره بريد شوى، چې له امله يې دوه ساتونکي ټپيان شوي دي.
د وسله والوځواکونو د درستيزوال او د جنش د ګوند مشر عبدالرشيد دوستم پر دوو زامنو تېره ورځ ناوخته د کابل مزار پر لويه لاره بريد شوى، چې له امله يې دوه ساتونکي ټپيان شوي دي.دغه بريد تېر مازيګر پرياده شوې لاره د بغلان ولايت د مرکز پلخمري اړونده د چشمه شېر په سيمه کې شوى دى.
د بغلان والي منشي عبدالمجيد رسنيو ته وويل، چې ياد شوى بريد د جنرال عبدالرشيد دوستم د پلويانو پر کاروان شوى دى.
خو نوموړي وويل، چې په دې بريد کې هېڅ زيان نه دى اوښتى.
د جنرال دوستم زوى محمد باطر دوستم په مزارشريف کې يوې خبري غونډې ته وويل، چې دى له خپل ورور او د ګوند له پلويانو سره د اتو موټرو په کاروان کې مزارشريف ته روان و، چې د پلخمري په مربوطاتو کې په درېيو استقامتونو کې ورته کمينونه نيول شوى و.
د نوموړي په وينا، له بريدونو وروسته د دوى د ساتونکيو او وسله والو بريد کوونکيو ترمنځ نښته رامنځته شوه، چې له امله يې د دوى دوه ساتونکي ټپيان شول.
باطردوستم وايي، چې د دوى د ساتونکو په ډزو درې وسله وال بريد کوونکي ووژل شول او نور يې په تېښته بريالي شول.
نوموړي زياته کړه، چې په بريدونو کى دى او د يارمحمد په نامه بل ورور ته يې هېڅ زيان نه دى اوښتى.
د بريد پړه وسله والو طالبانو پر غاړه اخيستې ده، خو د مرګ ژوبلې په اړهي ې معلومات نه دي وركړي.
کلید ګروپ په ټویټر او فیسبوک کې وګورئ


