د جلال اباد تورخم پر لويه لاره نن سهار وختي يوې ترافيکي پېښې د يوولس تنو د ټپي کېدو ترڅنګ يوه ښځه ووژله. د ننګرهار د والي وياند احمدضياعبدالزى وايي پېښه له کابله تورخم ته د تلونکي
د جلال اباد تورخم پر لويه لاره نن سهار وختي يوې ترافيکي پېښې د يوولس تنو د ټپي کېدو ترڅنګ يوه ښځه ووژله.
د ننګرهار د والي وياند احمدضياعبدالزى وايي پېښه له کابله تورخم ته د تلونکي يوه بس او له تورخمه جلال اباد ته د يوه راتلونکي سراچې موټر ترمنځ د بهسودو ولسوالۍ په سراچې سيمه کې شوې.
د والي وياند د پېښې په اړه ډېر جزيات ورنکړل او د ننګرهار د ترافيکو مدير د ډېر نور کله په شان په دې اړه له خبرو ډډه وکړه.
په ننګرهار کې د روژې په راتګ سره د ترافيکي پېښو کچه او هغه هم د موټر سايکلونو ترمنځ ټکرونه او پکې د ژوبلې پېښې زياتې شوي.
د نورو سيمو په شان د تورخم – جلال اباد پر لاره پخوا هم ورته ترافيکي پېښو ډېرو خلکو ته مرګ، ژوبله اړولې .
يو شمېر خلک د دې پېښو د زياتيدو لامل د چلوونکو تر ناپامۍ ډېر کم عمرو او په معيار نابرابرو خلکو ته د موټر چلونې د لينس ورکړه ګڼي.
خو ترافيکي چارواکي بيا د دې لامل په ردولو سره د خپل پرسونل کموالى د ترافيکي پېښو د زياتيدو لامل په ګوته کوي.
کلید ګروپ په ټویټر او فیسبوک کې وګورئ


