ads

حامد کرزى: ترهګري بايد له اسلام سره ونه تړل شي

جمهور رئيس حامد كرزي د شنبې په ورځ د اسلامي كنفرانس لپاره د امريكا د جمهور رئيس له سلاكار راشد حسين سره په ليدنه كې ټينګار وكړ، چې ترهګري بايد له اسلام سره ونه تړل شي. جمهور رئيس حامد كرزي د شنبې په ورځ د اسلامي كنفرانس لپاره د امريكا د جمهور رئيس له سلاكار […]

نویسنده: TKG
7 وږی 1389

جمهور رئيس حامد كرزي د شنبې په ورځ د اسلامي كنفرانس لپاره د امريكا د جمهور رئيس له سلاكار راشد حسين سره په ليدنه كې ټينګار وكړ، چې ترهګري بايد له اسلام سره ونه تړل شي.

جمهور رئيس حامد كرزي د شنبې په ورځ د اسلامي كنفرانس لپاره د امريكا د جمهور رئيس له سلاكار راشد حسين سره په ليدنه كې ټينګار وكړ، چې ترهګري بايد له اسلام سره ونه تړل شي.

د جمهوري رياست له مطبوعاتي دفتر څخه كليد ته په رالېږل شوې خبرپاڼه كې راغلي دي، چې حامد كرزي ويلي، ترهګرو مخكې له دې، چې پر امريكا بريد وكړي، د اسلام پر ضد يې فعاليتونه كول، چې افغانستان يې يوه ښه بېلګه ده.

خبرپاڼې د راشد حسين له خولې ليكلي، چې د امريكا حكومت هڅه كوي، ترڅو د هغو اشتباهاتو په اړه، چې د اسلامي نړۍ او د امريكا د خلكو ترمنځ  پيدا شوي، د اړيكو د بيا غښتلتيا لپاره كار  وكړي.

جمهو رئيس حامد كرزي ويلي، افغانانو مخكې له دې، چې د سپټمبر د يوولسمې پېښه رامنځته شي، له القاعدې سره مبارزه پيل كړې وه او تردې دمه روانه ده.

د خبرپاڼې د معلوماتو له مخې، جمهور  رئيس كرزي ټينګار کړى دى، چې ترهګري بايد له اسلام سره ونه تړل شي.

 

کلید ګروپ په ټویټر او فیسبوک کې وګورئ
د تکشارک په واسطه پراختیا او طرحه جوړونه - Copyright © 2021

Copyright 2020 © TKG: A public media project of DHSA