ads

جلال اباد كې د هوايي ډګر پر سرتېرو بمي چاودنه

د ننګرهار عيدګاه جومات ته څېرمه نن سهار د هوايي ډګر د سرتېرو پر يوه موټر چاودنه شوې، چې د چارواکو په وينا پكې لږ،ترلږه دوه تنه ټپيان دي. د ننګرهار عيدګاه جومات ته څېرمه نن سهار د هوايي ډګر د سرتېرو پر يوه موټر چاودنه شوې، چې د چارواکو په وينا پكې لږ،ترلږه دوه […]

نویسنده: TKG
7 وږی 1389

د ننګرهار عيدګاه جومات ته څېرمه نن سهار د هوايي ډګر د سرتېرو پر يوه موټر چاودنه شوې، چې د چارواکو په وينا پكې لږ،ترلږه دوه تنه ټپيان دي.

د ننګرهار عيدګاه جومات ته څېرمه نن سهار د هوايي ډګر د سرتېرو پر يوه موټر چاودنه شوې، چې د چارواکو په وينا پكې لږ،ترلږه دوه تنه ټپيان دي.

د ننګرهار د والي وياند احمدضياعبدالزى وايي، پېښه د جومات جنوب ختيځ خواته شوې او هېڅ تلفات نه لري.

خو د ننګرهار د ګارنيزيون قومندان ډګروال عصمت الله ابراهېم خېل وايي، چې چاودنه په   يوه کراچۍ کې د ځاى، پرځاى شويو ناچاوده توکيو له امله رامنځته شوې، چې په وينا يې، دوه سرتېري پكې برسېرن ټپيان شول.

د هوايي ډګر قومندان ډګروال جهانګيرعظيمي بيا وايي، د چاودنې پرمهال يې يو سرتېرى او يو ولسي وګړى په دې ټپيان شوي، چې رينجر موټر يې له يوه دېوال سره لګېدلى.

د ده په خبره، موټر يې يوازې دېوال سره جنګېدو لږ څه زيانمن کړى، خو له چاودنې روغ پاتې شوى.

د پېښې مسوليت د وسله والو طالبانو وياند ذبيح الله مجاهد له ناڅرګند ځايه کليد ته په غاړه واخېست او پکې يې د پينځو دولتي سرتېرو د وژنې  دعوه وکړه.

ننګرهار، چې په تېرو څو اونيو کې لږڅه کړکېچن شوى وضعيت يې راکابو شوى و، وړمه شپه يې پر حصارک ولسوالۍ وسله والو طالبانو دوه ساعته جګړه هم کړې وه، چې د تېرو پېښو په شان يې پر امنيتي وضعې بيا ولسي اندېښنې راوپارولې

 

کلید ګروپ په ټویټر او فیسبوک کې وګورئ
د تکشارک په واسطه پراختیا او طرحه جوړونه - Copyright © 2021

Copyright 2020 © TKG: A public media project of DHSA