د هلمند د ګرېشک ولسوالۍ امنيه قوماندان ادعاكوي، چې وړمه ورځ د دغې ولسوالۍ په بېلابېلو نښتو كې ٩ وسله وال طالبان وژل شوي او ١٠ نور ټپيان دي .
د هلمند د ګرېشک ولسوالۍ امنيه قوماندان ادعاكوي، چې وړمه ورځ د دغې ولسوالۍ په بېلابېلو نښتو كې ٩ وسله وال طالبان وژل شوي او ١٠ نور ټپيان دي .امنيه قوماندان لومړي بريدمن زمري رسنيو ته وويل، چې دغه مرګ ژوبله هغه مهال طالبانو ته واوښته، چې د پوليسو پر پوستو يې بريدونه وکړل.
د نوموړي په وينا، په دغو نښتو کې پوليسو ته كوم زيان نه دى اوښتى.
دغه راز د وسلوالو طالبانو وياند قاري يوسف احمدي بيا په ګرېشک کې د طالبانو مرګ ژوبله نه مني.
کلید ګروپ په ټویټر او فیسبوک کې وګورئ


