ads

سادات: سېلابونو ۶۰۰ رغنيزې پروژې زيانمنې كړي

د ننګرهار د کليو او پراختيا رياست پردې ولايت وروستيو راوتو سېلابونو کې د خپلو شپږو سوو رغنيزو پروژو د زيانمنيدو خبر ورکوي. د دې رياست وياند سيد معروف سادات په يوه ځانګړې مرکه کې کليد ته وويل، د ننګرهار د کليو او پراختيا رياست پردې ولايت وروستيو راوتو سېلابونو کې د خپلو شپږو سوو […]

نویسنده: TKG
6 وږی 1389

د ننګرهار د کليو او پراختيا رياست پردې ولايت وروستيو راوتو سېلابونو کې د خپلو شپږو سوو رغنيزو پروژو د زيانمنيدو خبر ورکوي. د دې رياست وياند سيد معروف سادات په يوه ځانګړې مرکه کې کليد ته وويل،

د ننګرهار د کليو او پراختيا رياست پردې ولايت وروستيو راوتو سېلابونو کې د خپلو شپږو سوو رغنيزو پروژو د زيانمنيدو خبر ورکوي.

د دې رياست وياند سيد معروف سادات په يوه ځانګړې مرکه کې کليد ته وويل، چې له دې پروژو ترټولو ډېرې هغه په اچين، غني خېلو، شېرزادو، بهسودو او خوګياڼو ولسواليو کې زيانمنې شوي.

سادات  د څرنګوالي او شمېر ښودنې  پرته د دې پروژو ځينې ډېرې زيانمنې شوې ګڼي او وايي دوى يې د بيارغونې پلان جوړکړى.

په ننګرهار کې د تېرې مياشتې او تېرې اونۍ مرګونو سېلابونو د دې پروژو پرزيانمنولو سربېره لسګونه تنه مړه او ټپيان کړي او په زرګونه جريبه کرنيزه ځمکه او کورونه يې ويجاړ کړي چې د زيانمنو په وينايې يا خو يې اړوندو حکومتي او مرستندويو ادارو لا څه مرسته نه ده کړې او که کړې هم ده نو د دوى زيانونو او اړتياوو ته يې ځواب نه دى ويلى

 

کلید ګروپ په ټویټر او فیسبوک کې وګورئ
د تکشارک په واسطه پراختیا او طرحه جوړونه - Copyright © 2021

Copyright 2020 © TKG: A public media project of DHSA