ads

د خوست پرهوايي ميدان وسله وال بريد

په خوست ولايت كې د ناټو ځواكونو پر دوو اډو د ځانمرګو بريد كوونكو لخوا ډله يز بريدونه شوي، چې دواړه خواوې يو بل ته پكې د مرګ ژوبلې ادعا كوي.   په خوست ولايت كې د ناټو ځواكونو پر دوو اډو د ځانمرګو بريد كوونكو لخوا ډله يز بريدونه شوي، چې دواړه خواوې يو […]

نویسنده: TKG
6 وږی 1389

په خوست ولايت كې د ناټو ځواكونو پر دوو اډو د ځانمرګو بريد كوونكو لخوا ډله يز بريدونه شوي، چې دواړه خواوې يو بل ته پكې د مرګ ژوبلې ادعا كوي.

 

په خوست ولايت كې د ناټو ځواكونو پر دوو اډو د ځانمرګو بريد كوونكو لخوا ډله يز بريدونه شوي، چې دواړه خواوې يو بل ته پكې د مرګ ژوبلې ادعا كوي.

دا بريدونه نن سهار وختي څلور بجې پيل شوي وو او  تر اتوبجو يې دوام درلود.

په خوست كې د ناټوځواكونو مطبوعاتي دفتر هم د پېښې پخلى كړى او ويلي يې دي،  چې لومړى د دوى پر يوې اډې توغنديز بريد وشو او ورپسې په دواړو هوايي اډو د درنو او سپكو وسلو ډزې پيل شوې.

ناټو زياتوي، چې په متقابلو هوايي او ځكمنيو بريدونو كې يې د زوړ هوايي ډګر (چپ مېن )او له صحرا باغ اډې سره يې ۱۱ بريدكوونكي وژلي او پنځه نور يې ژوندي نيولي.

خوا وسله وال طالبان وايي چې د دوى اته ويشتو بريدكوونكو په خوست كې د ناټو پر دوو هوايي اډو بريدونه كړي او ناټوځواكونو ته د ګڼې مرګ ژوبلې اړولو ادعا كړي ده.

طالب وياند ذبیح الله مجاهد بيا ادعا کوي، چې د ناټو يوه چورلکه يې هم ویشتي ده.

ناټو ځواكو د خپلې چورلكې ويشتل مني او وايي، چې کیناستو پر مهال  ويشتل شوې، چې دوه سرتيري يې پكې ټپي شوي دي.

بلخوا مجاهد د دې ترڅنګ په دریو سرحدي پوستو (نریزي، ترخوبي او مغلګي ) هم  د برید او  د ګڼ شمېر مرګ ژوبلې اړولو دعوه کوي.

خو د دې پېښو په اړه لا تراوسه دولتي چارواکو څه نه دي ویلي .

 

کلید ګروپ په ټویټر او فیسبوک کې وګورئ
د تکشارک په واسطه پراختیا او طرحه جوړونه - Copyright © 2021

Copyright 2020 © TKG: A public media project of DHSA