ads

واحدي: هلمند كې خصوصي امنيتي كمپنيو امنيت خراب كړى

د هلمند د ملي امنيت رئيس وايي، په ښار کې يوازې خصوصي امنيتي کمپنيو امنيت خراب کړى دى او هغه د جمهور رئيس حامدکرزي د هغه فرمان د ژر تدبيق کېدو غوښتنه كړېده، چي له مخې يې خصوصي امنيتي کمپنى بايد منحل شي. د هلمند د ملي امنيت رئيس وايي، په ښار کې يوازې خصوصي […]

نویسنده: TKG
4 وږی 1389

د هلمند د ملي امنيت رئيس وايي، په ښار کې يوازې خصوصي امنيتي کمپنيو امنيت خراب کړى دى او هغه د جمهور رئيس حامدکرزي د هغه فرمان د ژر تدبيق کېدو غوښتنه كړېده، چي له مخې يې خصوصي امنيتي کمپنى بايد منحل شي.

د هلمند د ملي امنيت رئيس وايي، په ښار کې يوازې خصوصي امنيتي کمپنيو امنيت خراب کړى دى او هغه د جمهور رئيس حامدکرزي د هغه فرمان د ژر تدبيق کېدو غوښتنه كړېده، چي له مخې يې خصوصي امنيتي کمپنى بايد منحل شي.

دا په داسي حال کې ده، چې لښكر ګا کې وروستيو سړي تښتونو او ناامنيو ډيرى خلك په وېره كې اچولي او له دولته د دغو ستونزو د ختمولو غوښتنه كوي.

دغه امنيتي ستونزه له يوې مياشتې راهيسې زياته شوې ده، چې په مركز لښكر ګاه كې د نامعلومو كسانو له لوري ملكي وګړي وژل كيږي او دولتي مسؤلين يې په  نيولو كې پاته راغلي دي.

د هلمند د ملي امنيت رئيس ډكروال نظر علي واحدي د خلكو ستونزې مني او وايي که څه هم د امنيت د ټنګښت په اړه جدي هلي ځلي کوي، خو په ښارکې د ناامنيو د زياتوالي اصلي لامل د خصوصي امنيتي کمپنيو وسله والې ډلې دي.

د ملي امنيت رئيس وايي، ډيرى وختونه، چې په ښار كې وسله وال كس نيول  كيږي وروسته په ډاګه شي، چې ديوې امنيتي كمپنۍ  ساتونكى دى .

د ده په وينا، که چېرې د دې کمپنيو مخه  ونيول شي د امنيت ستونزه هم هواريږي.

 

 

 

کلید ګروپ په ټویټر او فیسبوک کې وګورئ
د تکشارک په واسطه پراختیا او طرحه جوړونه - Copyright © 2021

Copyright 2020 © TKG: A public media project of DHSA