د فرانسې جمهور رئيس وايي، چې ځواکونه به يي تر هغې په افغانستان کې پاتې وي، چې اړتيا يي موجوده وي. نيکولاس سرکوزي، چې د فرانسې د بهرني سياست په کلنۍ غونډه کې خبرې کولې
د فرانسې جمهور رئيس وايي، چې ځواکونه به يي تر هغې په افغانستان کې پاتې وي، چې اړتيا يي موجوده وي.
نيکولاس سرکوزي، چې د فرانسې د بهرني سياست په کلنۍ غونډه کې خبرې کولې په دې ټينګار وکړ، چې فرانسه به له خپلو متحدينو سره تر هغوپه افغانستان کې پاتې وي، چې اړتيايي وي، په دې غونډه کې د فرانسې سفيرانو هم برخه اخستې وه.
د سرکوزي په وينا د سولې د ټينګښت لپاره د هغوى هدف او اقدام يوازې په خبرو نه ترلاسه کيږي.
فرانسه په افغانستان کې درې زره اووه سووه سرتېري لري، چې تر اوسه پورې اووه څلويښت يي وژل شوي.
سرکوزي په خپل هېواد کې تر زياتو فشارونو لاندې دى، څو ژر تر ژره له افغانستانه خپل ځواکونه وباسي، خو ده په دې برخه کې هيڅ ډول اقدام نه دى کړى.
کلید ګروپ په ټویټر او فیسبوک کې وګورئ


