ads

دوو امنيتي كمپنيو ۱۲۲ ميله وسلې وسپارلې

دوو خصوصي امنيتي كمپنيو په داوطلبانه توګه ۱۲۲ ميله بيلا بيلې وسلې د كورنيو چارو وزارت ته وسپارلې. د كورنيو چارو وزارت د ترهګرۍ پر وړاندې د مبارزې رئيس جنرال عبدالمنان فراهي پرون، په يوې خبري ناستې كې رسنيو ته وويل، چې له دغو وسلو څخه   دوو خصوصي امنيتي كمپنيو په داوطلبانه توګه ۱۲۲ […]

نویسنده: TKG
4 وږی 1389

دوو خصوصي امنيتي كمپنيو په داوطلبانه توګه ۱۲۲ ميله بيلا بيلې وسلې د كورنيو چارو وزارت ته وسپارلې. د كورنيو چارو وزارت د ترهګرۍ پر وړاندې د مبارزې رئيس جنرال عبدالمنان فراهي پرون، په يوې خبري ناستې كې رسنيو ته وويل، چې له دغو وسلو څخه

 

دوو خصوصي امنيتي كمپنيو په داوطلبانه توګه ۱۲۲ ميله بيلا بيلې وسلې د كورنيو چارو وزارت ته وسپارلې.

 

د كورنيو چارو وزارت د ترهګرۍ پر وړاندې د مبارزې رئيس جنرال عبدالمنان فراهي پرون، په يوې خبري ناستې كې رسنيو ته وويل، چې له دغو وسلو څخه ۱۱۱ ميله يې د NCL د خصوصي كمپنۍ اړوند او ۱۱ ميله يې د ګلوبل د امنيتي خصوصي كمپنۍ اړونده وسله ده.

د نوموړي د معلوماتو له مخې، په يادو وسلو كې ۱۶ ميله پيكا، دوه  تومانچې او پاتې نور كلاشينكوفونه دي.

نوموړي زياته كړه، چې د ګټې اخيستنې وړ وسلې به د كورنيو چارو او ملي دفاع وزارتونه ته او غير فعالې وسلې به ډاياګ ( د ناقانونو وسلوالو ډلو د انحلال ) پروګرام ته وسپارل شي.

نوموړي زياته كړه، چې يادو شويو كمپنيو د خصوصي امنيتي كمپنيو د لغوې په اړه د جمهور رئيس د فرمان په ملاتړ خپله يوه اندازه وسله وسپارله.

د كورنيو چارو وزارت د معلومات له مخې، اوس مهال ۵۲ خصوصي امنيتي كمپنۍ فعاليت لري، چې ۲۷ يې بهرنۍ او ۲۵ يې كورنۍ دي.

 

کلید ګروپ په ټویټر او فیسبوک کې وګورئ
د تکشارک په واسطه پراختیا او طرحه جوړونه - Copyright © 2021

Copyright 2020 © TKG: A public media project of DHSA