ads

ختيځ كې سېلابونو ولسي خلكو ته مرګ ژوبله اړولې

د ننګرهار  پر نهو ولسواليو د وړمې شپې سېلابونو کې يو شمېر ولسي خلک مړه  شوي، چې چارواکي يې په پخلي سره له شمېرې ناخبري ښيي.   د ننګرهار  پر نهو ولسواليو د وړمې شپې سېلابونو کې يو شمېر ولسي خلک مړه  شوي، چې چارواکي يې په پخلي سره له شمېرې ناخبري ښيي. چارواکي همدا […]

نویسنده: TKG
4 وږی 1389

د ننګرهار  پر نهو ولسواليو د وړمې شپې سېلابونو کې يو شمېر ولسي خلک مړه  شوي، چې چارواکي يې په پخلي سره له شمېرې ناخبري ښيي.

 

د ننګرهار  پر نهو ولسواليو د وړمې شپې سېلابونو کې يو شمېر ولسي خلک مړه  شوي، چې چارواکي يې په پخلي سره له شمېرې ناخبري ښيي.

چارواکي همدا شان د ورستيو سېلابونو له امله د سلګونه جريبه کرنيزې ځمکې او ګڼو کورونو د ويجاړيدو خبرهم ورکوي.

د طبيعي پېښو پروړاندې د ننګرهار د مبارزې رئيس عبدالوهاب شېرزاد وايي پر روداتو، بهسودو، بټي کوټ، چپرهار، هسکې مېنې، سره رود، مومند درې، اچين او خوګياڼو ولسواليو د وړمې شپې راغلي سېلابونه خورا زورور وو او خامخا به پکې يو شمېر خلک مړه شوي وي.

د شېرزاد په خبره د مړو شويو شمېر  لا معلوم شوى نه دى، خو د معلومولو هڅه يې روانه ده.

د هسکې مېنې ولسوالۍ يو شمېر استوګنو بيا کليد ته وويل، چې يوازې د دوى سيمه کې سېلابونو د يوه ځوان په ګډون اوه نارينه له ځانه سره وړي وو، چې پرون يې مړي په روداتو ولسوالۍ کې موندل شوي.

دې خلکو پر ولايتي چارواکو نيوکه لرله، چې د سېلاب ځپلو کوم لاسنيوى څه، چې تراوسه يې د زيانمنو شمېر هم نه دى معلوم کړى.

د ننګرهار ترڅنګ د اوړمې شپې بارانونو د بل ختيز ولايت لغمان پر مرکز مهترلام او قرغيو او اليشنګ ولسواليو هم سېلابونه راوتي وو، خو د هغه ولايت د والي وياند ګل رحمان همدرد وايي، چې يوازې سلګونه جريبه کرنيزه ځمکه او ځينې کورونه  يې ويجاړ کړي او ځاني زيان نه لري.

پر ختيځ د اوړمې شپې د باران له زيانه دوه نور ولايتونه کونړ او نورستان خوندي او بې سېلابه پاتې دي.

دا هغه سيمې دي، چې پخوانيو سېلابونو به تر نورو سيمو ډېرې زيانمنولې.

سږنى کال، چې د نور هېواد په شان ختيزوالو ته هم د سېلابونو کال و، لسګونه تنه پکې همدې پېښو ووژل، چې سيمه وال يې ورته د حکومتي مرستو د کمو رسېدو او نه رسېدو شکايتونه لري.

 

کلید ګروپ په ټویټر او فیسبوک کې وګورئ
د تکشارک په واسطه پراختیا او طرحه جوړونه - Copyright © 2021

Copyright 2020 © TKG: A public media project of DHSA