په افغانستان کې د امريکايي او ناټو پوځيانو قومندان د چهارشنبې په ورځ وويل، چې دى له طالبانو سره د پخلاينې د هلوځلو ملاتړ کوي او د امريکا متحدو ايالتونو په ځينو قضيو کې له ياغيانو(طالبان اود دولت نور وسله وال مخالفان)
په افغانستان کې د امريکايي او ناټو پوځيانو قومندان د چهارشنبې په ورځ وويل، چې دى له طالبانو سره د پخلاينې د هلوځلو ملاتړ کوي او د امريکا متحدو ايالتونو په ځينو قضيو کې له ياغيانو(طالبان اود دولت نور وسله وال مخالفان) سره د خبرو اترو له پرمختګ سره مرسته کړې ده.جنرال ډېوېډ پيټريوس له فکس نيوز تلويزيون سره په مرکه کې وويل د افغانستان حکومت د طالبانو له مشرانو سره د خبرو اترو د پيلولو مخکښ رول په غاړه لري او په دې منځ کې امريکا دا بهير له نژدې څارلى دى.
وړمه ورځ نيويارک ټايمز په يوه راپور کې ليكلي وو، چې د طالبانو او د افغانستان د حکومت ترمنځ په وروستيو کې په دوبۍ کې پټې خبرې شوې دي .
تر دې مخکې جګپوړو امريکايي مامورينو بيا بيا ويلي وو، چې د طالبانو له مشرانو سره د سولې خبرې يوازې هغه وخت نتيجه لرلى شي، چې طالبان په دې قانع شي، چې د جګړې په ميدان کې لاسبري نه دي.
خو د جنرال پېټريوس څرګندونې له طالبانو سره د خبرو او روغې جوړې لپاره د امريکا د زياتې لېوالتيا ښودنه کوي، خو يوازې دا شرط ږدي، چې طالبان به له القاعده شبکې سره اړيکې شلوي.
کلید ګروپ په ټویټر او فیسبوک کې وګورئ


