د ناټو په مشرۍ نړيوالو سوله ساتو ځواکونو د افغانستان په جنوب کې د خپل يوه سرتېري د وژل کېدو خبر ورکړ. دغه خبر په کابل کې د ايساف ځواکونو د ګډې قوماندانۍ مطبوعاتي دفتر په يوه خپره شوې خبرپاڼه کې ورکړى دى.
د ناټو په مشرۍ نړيوالو سوله ساتو ځواکونو د افغانستان په جنوب کې د خپل يوه سرتېري د وژل کېدو خبر ورکړ.
دغه خبر په کابل کې د ايساف ځواکونو د ګډې قوماندانۍ مطبوعاتي دفتر په يوه خپره شوې خبرپاڼه کې ورکړى دى.
سرچينې زياته کړې، چې دغه سرتېرى يې د افغانستان په جنوب کې د ماين په چاودنه کې وژل شوى.
خو خبرپاڼې د پېښې کره ځاى او د وژل شوي سرتېري هويت نه دى په ډاګه کړى.
بل خوا د اسټراليا د دفاع وزارت اعلان کړى، چې د افغانستان په جنوب کې د ايساف وژل شوى سرتېرى اسټراليايى دى او په اروزګان کې وژل شوى دى.
اسټراليا د ايساف په چوکاټ کې په افغانستان کې شاوخوا ١٥٠٠ سرتېري لري، چې په اروزګان او کندهار ولايتونو کې مېشت دي.
تراوسه په افغانستان کې د ياد هېواد ٢١ سرتېري وژل شوي.
کلید ګروپ په ټویټر او فیسبوک کې وګورئ


