وسله والو طالبانو دعوه کړې، چې د يوسف خېلو په ولسوالۍ کې يې پر امريکايي ځواکونو دوه جلاجلا چاودنې کړي اوهغوى ته يې مرګ، ژوبله اړولې ده.
وسله والو طالبانو دعوه کړې، چې د يوسف خېلو په ولسوالۍ کې يې پر امريکايي ځواکونو دوه جلاجلا چاودنې کړي اوهغوى ته يې مرګ، ژوبله اړولې ده.د وسله والو طالبانو سيمه ييز وياند ډاکترعبدالوکيل مبارز په دې اړه کليد ته وويل، چې تېره شپه يې د يوسف خېلو ولسوالۍ اړوند لومړى بريد د شپې په لسو بجو او ورپسې بريد يې د شپې په دوولسو بجو، د بوخانخيلو په کلي کې.
د مبارز په خبره، په دواړو چاودنو کې ټانګونه په بشپړ ډول ويجاړشوي او سپاره کسان ټول پکې وژل شوي دي .
د سيمې خلکو هم د چاودنو خبرورکړى او ويلي يې دي، چې دوى په سيمه کې د ماينونو ځايونه او د ښيښو ټوټې ليدلي، خو د مرګ، ژوبلې په اړه يې معلومات نه لرل.
بل پلو په جنوب ختيځ زون کې د ناټو ځواکونو مطبوعاتي دفتر په ياده سيمه کې د چاودنو پخلي کړى، خو رسنيو ته يې نور معلومات نه دي وركړي.
کلید ګروپ په ټویټر او فیسبوک کې وګورئ


