ads

پكتيا والو د سناتور حق ويون وهل كېدل وغندل

د ملي اردو د سرتېرو له خوا په مشرانو جرګه كې د پكتيا د خلكو د استازي حنان حق ويون د وهل  كېدو په اړه د دې ولايت سلګونه قومي مشرانو او د مدني ټولنو استازو اعتراضيه غونډه وكړه. د ملي اردو د سرتېرو له خوا په مشرانو جرګه كې د پكتيا د خلكو د […]

نویسنده: TKG
3 وږی 1389

د ملي اردو د سرتېرو له خوا په مشرانو جرګه كې د پكتيا د خلكو د استازي حنان حق ويون د وهل  كېدو په اړه د دې ولايت سلګونه قومي مشرانو او د مدني ټولنو استازو اعتراضيه غونډه وكړه.

د ملي اردو د سرتېرو له خوا په مشرانو جرګه كې د پكتيا د خلكو د استازي حنان حق ويون د وهل  كېدو په اړه د دې ولايت سلګونه قومي مشرانو او د مدني ټولنو استازو اعتراضيه غونډه وكړه.

په غونډه كې د حنان حق ويون وهوونكي وغندل شول او له دولته يې د نيولو كېدو او محاكمې غوښتنه وشوه .

په دې غونډه كې د پكتيا د ۴۲ مدني ټولنو استازو، د ولايتي شورا غړيو او سلګونه قومي مشرانو ګډون كړى وو.

عبدالحنان حق ويون څو ورځې وړاندې د كابل _ ګرديز په لويه لاره د لوګر ولايت د كولنګار په سيمه كې د ملي اردو د عسكرو له خوا وهل شوى وو.

حق ويون، چې په مشرانو جرګه كې د پكتيا د خلكو استازى دى، له وهلو ورسته يې خبري ناستې ته په خبرو كې وويل، چې عسكرو شپږ ميله كلاشينكوف ټوپكې، يوه اندازه پيسې او ټېلفونونه هم ترې وړي دي .

د حنان حق ويون د وهلو خلاف په اعتراضيه غونډه كې قومي مشرانو ويل كه چېرته دولت د سناتور حق ويون د حق پلټنه و نه كړي، نو دوئ به په لاريونونو او ورته نورو احتجاجيه غونډو لاس پورې كړي.

د مدني ټولنو په استازيتوب خوږمن ځاځي ګواښنه وكړه كه دولت د سناتور حق ويون وهونكي محاكمه نه كړي، نو پكتيا وال به  په راتلونكو پارلماني ټاكنو كې ګډون ونه كړي .

حنان حق ويون، چې پنځه ورځې وړاندې د لوګر ولايت د كولنګار په سيمه كې د ملي اردو د سرتېرو له خوا ووهل شوى و، په دويمه ورځ يې د پكتيا ولايتي شورا په اړه احتجاجي خبري ناسته لرله، خو دا دويمه اعتراضيه غونډه ده، چې لا دولت د حق ويون د وهلو لامل نه دى په ګوته كړى او نه يې د ده د وهونكو د پلټنې لپاره كوم څرګند ګام پورته كړى.

 

کلید ګروپ په ټویټر او فیسبوک کې وګورئ
د تکشارک په واسطه پراختیا او طرحه جوړونه - Copyright © 2021

Copyright 2020 © TKG: A public media project of DHSA