د ملي امنيت عمومي رياست په ننګرهار ولايت كې د پنځو تنو ورانکارو د نيولو خبر وركړ. د ملي امنيت له مطبوعاتي دفتره په خپرې شوې خبرپاڼې كې راغلي، چې نيول شويو كسانو په ننګرهار كې په ترهګريزو كړنو كې لاس درلود. خبرپاڼې
د ملي امنيت عمومي رياست په ننګرهار ولايت كې د پنځو تنو ورانکارو د نيولو خبر وركړ.
د ملي امنيت له مطبوعاتي دفتره په خپرې شوې خبرپاڼې كې راغلي، چې نيول شويو كسانو په ننګرهار كې په ترهګريزو كړنو كې لاس درلود. خبرپاڼې ليكلي، چې نيول شوي كسان د وسله والو طالبانو د مشهور قوماندان ياسر د ډلې غړي او سرګروپان وو، چې په ګڼ شمېر ترهګريزو كړنو كې يې فعاله ونډه اخيستې ده.
د خبرپانې د معلوماتو له مخې ، يادې ډلې د ايتلافي ځواكونو د اكمالاتي موټرو په سوځولو، د تورخم_ جلال اباد پر لويه لاره ، فارم سې، باريك اب، د مهمند درې ولسوالۍ او ګڼو نورو ځايونو كې ماينونه خښ كړي دي.
سرچينه ليكي، چې يادو كسانو ۱۶ عدده ريموټ كنترول ماينونه، دوه بورۍ امونيم نايتريت ننګرهار ولايت ته د ترهګريزو كړنو لپاره راوړي وو.
د خبرپاڼې په وينا، نيول شويو كسانو په لومړنيو څېړنو كې په خپلو جرمونو اعتراف كړى دى.
کلید ګروپ په ټویټر او فیسبوک کې وګورئ


