تېره ورځ يوې نړيوالې ورځپاڼې واشنګټن پوسټ په خپلې گڼې کې د کندهار د ولايتي شورا پر رئيس احمدولي کرزي په اړه يو راپور خپور کړى و، چې د کندهار د هوايي ډگر له لارې يې په زياته اندازه امريکايي ډالر د دوبۍ هېواد ته لېږدولي دي.
تېره ورځ يوې نړيوالې ورځپاڼې واشنګټن پوسټ په خپلې گڼې کې د کندهار د ولايتي شورا پر رئيس احمدولي کرزي په اړه يو راپور خپور کړى و، چې د کندهار د هوايي ډگر له لارې يې په زياته اندازه امريکايي ډالر د دوبۍ هېواد ته لېږدولي دي.خو د کندهار د ولايتي شورا رئيس احمدولي کرزي خبريالانو ته په خبري ناسته کې دغه راپورردکړ.
د كندهار ولايتي شورا رئيس احمدولي کرزي وويل، دغسې نړيوالې ورځپاڼې يو ځل ما د سې اى اې غړى يا کارکونکى بولي او بېر ته هغه سې اى اې راباندې تورونه لگوي.
د کرزي په وينا، څنگه کېدلاى شي يوه اداره دې پر خپل کارکونکي تور ولگوي.
نوموړى وايي، کله چې جمهور رئيس كرزي شخصي امنيتي کمپنۍ بندې کړي، نو سمدستي دوى زما په اړه دا ډول راپور خپورکړ او هر وخت، چې د دوى او جمهور رئيس كرزي ترمنځ په کومو موضوعاتو مخالفت رامنځته شوى، نو د كورنۍ پرغړيو، په ځانګړي توګه پر ده يې تورونه لګولي.
د يادونې وړ ده، چې دا لومړى ځل نه دى، چې يوه نړيواله ورځپاڼه د کندهار د ولايتي شورا پر رئيس احمدولي کرزي دا ډول تورونه خپروي، بلکې تر دې وړاندې هم څو نورو نړيوالو رسنيو پر ده ډول ډول تورونه لګولي.
کلید ګروپ په ټویټر او فیسبوک کې وګورئ


