ناټو په افغانستان کې د وسله والو مخالفينو په بريدونو کې د خپلو پنځو سرتېرو د وژل کېدو او پنځو نورو د ټپي كېدو خبر ورکړ. په وژل شوېو سرتېرو كې دوه تنه امريکايي، دوه فرانسوي او يوه هنګرۍ ده.
ناټو په افغانستان کې د وسله والو مخالفينو په بريدونو کې د خپلو پنځو سرتېرو د وژل کېدو او پنځو نورو د ټپي كېدو خبر ورکړ.
په وژل شوېو سرتېرو كې دوه تنه امريکايي، دوه فرانسوي او يوه هنګرۍ ده.
د فرانسې دفاع وزارت په کاپيسا کې له وسله والو سره په نښته کې د خپلو دوو سرتېرو د وژل کېدو خبر تاييد کړى او ويلي يې دي، چې دوه نور سرتېري يې ټپيان دي.
د هنګري دفاع وزارت هم خبر ورکړى، چې يوه سرتېرې يې په بغلان ولايت کې هغه مهال ووژل شوه، چې وسله والو مخالفينو د دوى د موټرو پر کاروان بريد وکړ.
په دې پېښه کې د دې هېواد درې تنه نور سرتېري ټپيان شوي دي.
ناټو په يوه خبرپاڼه کې خبر ورکړى، چې يو امريکايي سرتېرى د افغانستان په جنوب کې وژل شوى، خو د دوهم امريکايي سرتېري د وژل کېدو ځاي يې نه دي ښودلي.
د اسوشيتيد پريس خبري اژانس د راپور له مخې له دې تلفاتو سره په روانه اګست مياشت کې، چې نن يې ۲۴مه ده، په افغانستان کې د ټولو وژل شوېو نړېوالو سرتېرو شمېره ۴۷ تنو ته ورسېده، چې په دې ډله کې ۳۰ تنه امريکايان دي.
کلید ګروپ په ټویټر او فیسبوک کې وګورئ


