ads

پر ولسوال چاودنې پنځه پوليس ټپيان كړل

د ننګرهار د چپرهار ولسوالۍ په دولتزيو سيمه کې نن سهار دوه چاودنې شوي، چې له امله يې د پينځو پوليسو د ټپي کېدو ترڅنګ څو تنه خبريالان هم برسيرن ټپيان شوي.   د ننګرهار د چپرهار ولسوالۍ په دولتزيو سيمه کې نن سهار دوه چاودنې شوي، چې له امله يې د پينځو پوليسو د […]

نویسنده: TKG
2 وږی 1389

د ننګرهار د چپرهار ولسوالۍ په دولتزيو سيمه کې نن سهار دوه چاودنې شوي، چې له امله يې د پينځو پوليسو د ټپي کېدو ترڅنګ څو تنه خبريالان هم برسيرن ټپيان شوي.

 

د ننګرهار د چپرهار ولسوالۍ په دولتزيو سيمه کې نن سهار دوه چاودنې شوي، چې له امله يې د پينځو پوليسو د ټپي کېدو ترڅنګ څو تنه خبريالان هم برسيرن ټپيان شوي.

ځايي خلک وايي لومړۍ چاودنه د دولتزيو د ملا صيب  قبر سيمه  کې سهار شپږ نېمې بجې هغه مهال وشوه او پينځه پوليس پکې ټپيان شول، چې د چپرهار ولسوال په يوه   جنازه کې  د ګډون په نيت له پوليسو سره له دې سيمې تېريده.

د خلکو په خبره ولسوال ته چاودنې زيان نه دى اړولى، خو ترې وروسته د ورځې شاوخوا لس بجې همدلته يوه بله چاودنه هم شوې.

يو شمېر خبريالانو، چې په وينايې د  لومړۍ چاودنې په خبري پوښښ پسې سيمې ته تللي وو، کليد ته وويل، چې دا چاودنه پردوى شوې، چې يوازې يې پينځه تنه پکې برسيرن ټپيان دي او نور کوم زيان نه لري.

د ننګرهار د امنيې قومندانۍ وياند سمونوال عبدالغفور يوازې لومړۍ چاودنه مني او د هغې په اړه وايي، چې پر پوليسو هغه وخت شوې، چې دوى امنيتي ګزمه کوله.

بلخوا تېره شپه د جلال اباد د بهسودو د کمپونو پرسيمې يو توغنديز بريد هم شوى، چې د ولسي جرګې د يوه نوماند د کور مخې ته لګېدلى او د چارواکو په وينا کوم زيان يې نه دى رامنځته کړى.

د درېيو واړو پېښو   مسؤليت کومې ډلې پر غاړه نه دى اخېستى، خو بايد وويل شي، چې د ورته ډېرو پېښو مسؤليت پخوا  وسله والو طالبان پرغاړه اخېسته.

ننګرهار، چې له څو اونيو راهيسې پکې د دولت د وسله والو مخالفينو فعاليتونه يو څه کم شوي وو، دې پېښو يې بيا پرامنيتي چارواکو د خلکو نيوکې پارولي او پر خپل خونديتوب يې اندېښمن کړي دي.

 

کلید ګروپ په ټویټر او فیسبوک کې وګورئ
د تکشارک په واسطه پراختیا او طرحه جوړونه - Copyright © 2021

Copyright 2020 © TKG: A public media project of DHSA