د امريکا مرستيال جمهور رئيس جوبايډن ټينګار وکړ، چې په افغانستان کې د امريکا په مشرۍ د جګړې هلې ځلې د توقع وړ دي، خو په مجموع کې لا وختي دى، چې دا هلې ځلې ناکامې وبللى شي.
د امريکا مرستيال جمهور رئيس جوبايډن ټينګار وکړ، چې په افغانستان کې د امريکا په مشرۍ د جګړې هلې ځلې د توقع وړ دي، خو په مجموع کې لا وختي دى، چې دا هلې ځلې ناکامې وبللى شي.جوبايډن له پيله افغانستان ته د نورو امريکايي پوځيانو له استولو سره مخالف وو.
ده پخوا باور درلود، چې بايد په افغانستان کې کم شمېر امريکايي پوځيان حضور ولري او د جنګي او بې پېلوټه الوتکو په وسيله د طالبانومورچې وځپي.
جوبايډن د امريکا په انډيانا کې امريکايي پوځيانو ته همداراز وويل، چې پخوا د افغانستان جګړې ته شا اړول شوې وه او يوازې په وروستيو کې د دغه هېواد د جګړې لپاره يوه ستراتيژي جوړه شوه.
ده جنرال ډېوېډ پېټريوس ته په اشارې سره ويلي، چې اوس دوى په افغانستان کې سم قومندان او کافي شمېر عسکر لري، چې خپل هدف ته ورسېږي.
کلید ګروپ په ټویټر او فیسبوک کې وګورئ


