د افغانستان د ملي امنيت سلاکار له امريکا وغوښتل، چې له پاکستان سره پر خپلو دوستانه اړيکو بيا کتنه وکړي. ده پاکستان په دوه مخۍ او د القاعده او نورو سخت دريځو ډلو په ملاتړ تورن کړ.
د افغانستان د ملي امنيت سلاکار له امريکا وغوښتل، چې له پاکستان سره پر خپلو دوستانه اړيکو بيا کتنه وکړي.
ده پاکستان په دوه مخۍ او د القاعده او نورو سخت دريځو ډلو په ملاتړ تورن کړ.
د کرزي د ملي امنيت سلاکار ډاکتر رنګين دادفر سپنتا په يوه مقاله کې چې دواشنګټن پوسټ په پرونۍ ګڼه کې خپره شوې، ويلي، د پاکستان پاليسۍ مرسته کړې، چې په افغانستان کې تاوتريخوالى په دومره اندازه دوام وکړي، چې له دې جګړې سره د لوېديځوالو ملاتړ کم شي.
سپنتا ليکلي امريکايي پوځيان د دې لپاره افغانستان ته راغلل، چې له سخت دريځو سره جګړه وکړي، خو دوي ستراتيژيکه تېروتنه وکړه او هغه دا، چې پاکستان يې له ځان سره متحد کړ، چې په خپله ترهګر روزي او پالي.
د افغانستان او پاکستان ترمنځ اړيکې په پاکستان کې د اصف علي زرداري په مشرۍ د پيپلز ګوند له واکمنېدو وروسته ښې شوي، خو په وروستيو کې يو ځل بيا د افغان چارواکو له لوري، په ځانګړي ډول د سپنتا له خوا پر پاکستان نيوکې زياتې شوې دي
کلید ګروپ په ټویټر او فیسبوک کې وګورئ


