ads

د ژورناليزم نړيواله جايزه يوه افغان خبريال ته وركړل شوه

په نړيواله کچه د ډيويډ بيرگ په نامه د ژورناليزم ادارې د۲۰۱۰ کال د خبريالۍ غوره جايزه يوه افغان خبريال ته ورکړه. د ژورناليزم دغه نړيواله اداره، چې هر کال په نړيواله کچه غوره شويو خبر يالانو ته جايزې ورکوي،   په نړيواله کچه د ډيويډ بيرگ په نامه د ژورناليزم ادارې د۲۰۱۰ کال د […]

نویسنده: TKG
2 وږی 1389

په نړيواله کچه د ډيويډ بيرگ په نامه د ژورناليزم ادارې د۲۰۱۰ کال د خبريالۍ غوره جايزه يوه افغان خبريال ته ورکړه. د ژورناليزم دغه نړيواله اداره، چې هر کال په نړيواله کچه غوره شويو خبر يالانو ته جايزې ورکوي،

 

په نړيواله کچه د ډيويډ بيرگ په نامه د ژورناليزم ادارې د۲۰۱۰ کال د خبريالۍ غوره جايزه يوه افغان خبريال ته ورکړه.

د ژورناليزم دغه نړيواله اداره، چې هر کال په نړيواله کچه غوره شويو خبر يالانو ته جايزې ورکوي، سږکال يې د افغانستان په گډون د پنځو هېواد ونو غوره شويو خبريالانو ته جايزې ورکړي.

دغه افغان خبريال دواخان مينه پال دى، چې د ازادۍ راډيو له پښتو څانگې سره يې په جنوب لويديځه حوزه کې پنځه کاله کار کړى دى.

په دې اړه نن په کندهار پرېس کلب کې د کندهار د پرېس کلب مسؤل فضل الرحمن خبريالانو ته وويل، چې دغه جايزه هغه خبريال ته ورکول کيږي، چې په ډېرو سختو حالاتو کې د بيان ازادۍ، ولسواکۍ او د بشر حقوقو د ساتنې لپاره يې کار کړى وي.

د يادونې وړ ده، چې د ژورناليزم نړيواله اداره غوره شوې جايزه په لومړي ځل يو افغان خبريال ته ورکوي.

دا په داسې حال کې ده، چې لا اوس هم افغا ن خبريالان په ډېرو سختو حالاتو کې دندې تر سره كوي.

 

 

کلید ګروپ په ټویټر او فیسبوک کې وګورئ
د تکشارک په واسطه پراختیا او طرحه جوړونه - Copyright © 2021

Copyright 2020 © TKG: A public media project of DHSA