ads

بدر: پارلماني ټاکنې به د تېر نه هم په ښه ډول ترسره شي

د نورستان چارواکي د دې ولايت د نورو سيمو ترڅنګ په برګمټال او کامدېش ولسواليو کې هم د پارلماني ټاکنو ترسراوي ته د چمتوالي خبرورکوي. د نورستان چارواکي د دې ولايت د نورو سيمو ترڅنګ په برګمټال او کامدېش ولسواليو کې هم د پارلماني ټاکنو ترسراوي ته د چمتوالي خبرورکوي.د نورستان والي جمال الدين بدر […]

نویسنده: TKG
2 وږی 1389

د نورستان چارواکي د دې ولايت د نورو سيمو ترڅنګ په برګمټال او کامدېش ولسواليو کې هم د پارلماني ټاکنو ترسراوي ته د چمتوالي خبرورکوي.

د نورستان والي جمال الدين بدر کليد ته په يوه ځانګړې مرکه کې وويل، چې ځواکونو يې تېرکال د جګړې پرمهال هم د دې سيمو د ټاکنو امنيت نيولى و او اوس يې، چې په وينا تر پخوا هلته وضعه ښه ده نو پارلماني ټاکنې به په لا ښه ډول ترسره شي.
د نورستان  والي که څه هم په دې اړه ډېر څه ونه ويل، خو په دې ولايت کې د ټاکنو د کمېسون مستعفي شوى مشر عمر سميع سره له دې، چې د کامدېش او برګمټال په ګوتو په شمارو مرکزونو کې د ټاکنو د نه ترسره کېدو اټکل کوي، وايي د دې ولسواليو نورو سيمو کې ټاکنې په دې شرط کېداى شي، چې اړين توکي ورته د هوا له لارې ولېږدول شي.
د نورستان کامدېش او برګمټال  ولسوالۍ، چې له خيبر پښتونخوا سره په ډېره لنډه پوله پرتې او لويې لارې يې لا هم د دولت د مخالفينو په لاس کې دي، څو ځله د پاکستاني طالبانو  په مرسته د افغان دولت وسله والو مخالفينو په پوره توګه نيولې وې، چې ترې وروسته جګړو لسګونه تنو ته مرګ، ژوبله هم اړولې وه.

کلید ګروپ په ټویټر او فیسبوک کې وګورئ
د تکشارک په واسطه پراختیا او طرحه جوړونه - Copyright © 2021

Copyright 2020 © TKG: A public media project of DHSA