ads

که عراق په خپل امنيت کې ناکامه شو نو عمليات به پيل شي

په عراق کې د امريکا د پوځ يوه جګ پوړي قوماندان ويلي دي، را روان کال به د دې هېواد سيمه ييز امنيتي ځواکونه د امريکايي ځواکونو وتلو ته تيار وي، خو که چېرې ضرورت وي، امريکايي پوځيان به، خپل جنګي عمليات بيا پيل کړي. په عراق کې د امريکا د پوځ يوه جګ پوړي […]

نویسنده: TKG
1 وږی 1389

په عراق کې د امريکا د پوځ يوه جګ پوړي قوماندان ويلي دي، را روان کال به د دې هېواد سيمه ييز امنيتي ځواکونه د امريکايي ځواکونو وتلو ته تيار وي، خو که چېرې ضرورت وي، امريکايي پوځيان به، خپل جنګي عمليات بيا پيل کړي.

په عراق کې د امريکا د پوځ يوه جګ پوړي قوماندان ويلي دي، را روان کال به د دې هېواد سيمه ييز امنيتي ځواکونه د امريکايي ځواکونو وتلو ته تيار وي، خو که چېرې ضرورت وي، امريکايي پوځيان به، خپل جنګي عمليات بيا پيل کړي.

له CNN ټلويزيون سره په مرکه کې جنرال رې اوډيرنو وويل، که چېرې د عراق امنيتي ځواکونه د امنيت ساتنې په برخه کې په بشپړه توګه ناکامه وو، يا هم په سياسي دلايلو د عراق امنيتي ځواکونه سره ووېشل شي، امريکايي پوځيان به بېرته خپل جنګي عمليات پيل کړي.

نوموړي دا خبرې په داسې حال کې کړې، چې څو ورځې مخکې د امريکا وروستۍ جنګي لېوا تر اووه کلن ماموريت وروسته له عراقه ووتله.

د امريکايي چارواکو د پلان له مخې شا و خوا پنځوس زره امريکايي پوځيان به د ٢٠١١م کال تر پايه په عراق کې پاتې شي.

دا پوځيان به د عراقي ځواکونو د روزنې او مرستې په برخه کې کار کوي.

 

کلید ګروپ په ټویټر او فیسبوک کې وګورئ
د تکشارک په واسطه پراختیا او طرحه جوړونه - Copyright © 2021

Copyright 2020 © TKG: A public media project of DHSA