ads

پر برېښنا رياست د ننګرهار د عامې روغتيا رئيس نيوكې

د ننګرهار د عامې روغتيا ر ئېس د دې ولايت پر برېښنا رياست نيوکې كوي او وايي، چې يو شمېر ناروغان يې د برېښناد نشتوالي او ډېرې ګرمۍ له امله په داسې حال کې مري، چې د جلال اباد  برېښناپه ناقانونه توګه وېشل کېږي. د ننګرهار د عامې روغتيا ر ئېس د دې ولايت پر […]

نویسنده: TKG
1 وږی 1389

د ننګرهار د عامې روغتيا ر ئېس د دې ولايت پر برېښنا رياست نيوکې كوي او وايي، چې يو شمېر ناروغان يې د برېښناد نشتوالي او ډېرې ګرمۍ له امله په داسې حال کې مري، چې د جلال اباد  برېښناپه ناقانونه توګه وېشل کېږي.

د ننګرهار د عامې روغتيا ر ئېس د دې ولايت پر برېښنا رياست نيوکې كوي او وايي، چې يو شمېر ناروغان يې د برېښناد نشتوالي او ډېرې ګرمۍ له امله په داسې حال کې مري، چې د جلال اباد  برېښناپه ناقانونه توګه وېشل کېږي.

د عامې روغتيا رئېس ډاکټر اجمل پردېس دا خبره کليد ته په يوه ځانګړې مرکه کې وکړه، خو د برېښنا رئيس تربيا، بيا هڅو وروسته هم په دې اړه   خبرو ته حاضرنه شو.

د عامې روغتيارئيس پر برېښنارياست د نيوکو ترڅنګ په نامستقيمه توګه ننګرهار ولايتي اداره هم تر نيوکې لاندې راوسته او ويې ويل، د ولايت اداري غونډې ته يې د خپلې دې ستونزې په اړه ليکلي شکايتونه وړاندې کړي، خو چا پرې غوږ نه دى ګرولى.

پر ننګرهار برېښنارياست ګڼ شمېر ننګرهار مېشتي هم په نيوکو سره دا اداره د برېښنا په ناقانونه پلورنې تورنوي او وايي، د برېښنا رياست چارواکو د څو زرو کلدارو په بدل سلګونه کورونو ته د اوړي په دې تاوده او سوزونکي موسم او د برېښنا کموالي کې مياشتينۍ څليريشت ساعته برېښنا پلورلې

خو د دې ادارې چارواکي يې په رسمي ډول له ځوابولو پرته ردوي.

 

 

کلید ګروپ په ټویټر او فیسبوک کې وګورئ
د تکشارک په واسطه پراختیا او طرحه جوړونه - Copyright © 2021

Copyright 2020 © TKG: A public media project of DHSA