د برتانيا د دفاع وزير ليام فاکس له پلورنځيو وغوښتل، چې هغه کمپيوټري لوبې بندې کړي، چې لوبغاړي په کې له ځانونو طالبان جوړوي او برتانوي عسکر وژني.
د برتانيا د دفاع وزير ليام فاکس له پلورنځيو وغوښتل، چې هغه کمپيوټري لوبې بندې کړي، چې لوبغاړي په کې له ځانونو طالبان جوړوي او برتانوي عسکر وژني.
فاکس وويل، د کرکې وړ ده، چې د “وياړنې مډال” په نامه دغه لوبه کې خلک د دې وس مومي، چې د ناټو پر ځواکونو د طالبانو بريدونه د لوبې په بڼه بيا تکرار کړي.
د دغې لوبې په نوې بڼه کې، چې په مني کې راوځي، د ايتلافي ځواکونو د ځانگړو ټولگو او طالبانو ترمنځ جگړه انځور شوې ده.
د دغې کمپيوتري لوبې، صحنې ځينې په کابل او نورې په هلمند او شاوخوا سيمو کې پېښېږي.
په انځورونو کې ډېرى طالبان پگړۍ لري، خو ځاى ځاى د پکول والا هم تر سترگو کېږي.
په هغو بېلگو کې، چې د “يو ټيوب” پر انټرنېټي پاڼه خپرې شوي، د طالبانو د مخابرې غږونه اورېدل کېږي او په خپل منځ کې پر ماته- گوډه پښتو يو بل ته چيغې وهي، چې غليم ترې خلاص نشي.
فاکس وويل، چې دې کار په غوسه کړى او د کمپيوټري لوبو له پلورونکو نه يې وغوښتل، چې بنديز پرې ولگوي.
کلید ګروپ په ټویټر او فیسبوک کې وګورئ


