د اسرائيل صدراعظم بنيامين نتنياهو وايي، له فلسطينيانو سره يوې موافقې ته رسېدل سخت خو ممکن کار دى. نوموړي د خپل هېواد د کابينې غونډې ته په خبرو کې وويل،
د اسرائيل صدراعظم بنيامين نتنياهو وايي، له فلسطينيانو سره يوې موافقې ته رسېدل سخت خو ممکن کار دى.
نوموړي د خپل هېواد د کابينې غونډې ته په خبرو کې وويل، فلسطينيان بايد اسرائيل د يوه خپلواک هېواد په توګه ومني او د امنيت ضمانت يې وكړي.
په پام کې ده، چې د دواړو لورېو ترمنځ مستقيمې خبرې اترې په سپټمبر کې پيل شي، خو د بيت المقدس د برخليک، د راتلونکي فلسطيني هېواد د پولو او د ستنېدو د حق په ګډون پر ځينو اساسي موضوعاتو اختلافات لا هم پرځاى پاتې دى
کلید ګروپ په ټویټر او فیسبوک کې وګورئ


