ads

د نيمې شپې چاپې خلکو ته د روسانو د مهال نيونې وريادوي

افغان جمهور رئيس  حامد کرزي ومنله، چې له عدلي تعقيب نه يې د خپل يوه نژدې همکار د ژغورلو لپاره مداخله کړې وه. هغه د اې بي سي امريکايي ټلوېزيون “دې اوونۍ” پروگرام ته وويل   افغان جمهور رئيس  حامد کرزي ومنله، چې له عدلي تعقيب نه يې د خپل يوه نژدې همکار د ژغورلو […]

نویسنده: TKG
1 وږی 1389

افغان جمهور رئيس  حامد کرزي ومنله، چې له عدلي تعقيب نه يې د خپل يوه نژدې همکار د ژغورلو لپاره مداخله کړې وه. هغه د اې بي سي امريکايي ټلوېزيون “دې اوونۍ” پروگرام ته وويل

 

افغان جمهور رئيس  حامد کرزي ومنله، چې له عدلي تعقيب نه يې د خپل يوه نژدې همکار د ژغورلو لپاره مداخله کړې وه.

هغۀ د اې بي سي امريکايي ټلوېزيون “دې اوونۍ” پروگرام ته وويل ضيا صالحي يې ځکه له بند څخه وژغوره، چې د افغانستان د قوانينو خلاف د شپې په تياره کې نيول شوى و.

د امنيت شورا دغه غړى د بډو په تور د لوى څارنوال په حکم تېره اوونۍ ونيول شو، خو د جمهور رئيس  تر کلک غبرگون وروسته خوشې شو.

کرزي وويل، د بهرنيو په ملاتړ د مخ پټو ټوپکوالو دغسې د نيمې شپې چاپې خلکو ته د روسانو د مهال نيونې وريادوي او ډاروي يې.

خو ژمنه يې وکړه، چې عدلي مقامات به پرېږدي، چې پر صالحي د فساد تورونه وپلټي.

کرزي دغه راز تائيد کړه، چې تر اعلان شوې نېټې وروسته به په خپل هېواد کې خصوصي امنيتي شرکتونه فعاليت ته پرېنږدي.

 

کلید ګروپ په ټویټر او فیسبوک کې وګورئ
د تکشارک په واسطه پراختیا او طرحه جوړونه - Copyright © 2021

Copyright 2020 © TKG: A public media project of DHSA