د کورنيو چارو وزير او د دفاع وزارت لوى درستيز د يوه لوړ پوړي پلاوي په مشرۍ کندهار ته تللى ترڅو په دې ولايت کې امنيتي وضعيت وڅيړي. د کورنيو چارو وزير جنرال بسم الله محمدي او لوى درستيز شيرمحمد کريمي
د کورنيو چارو وزير او د دفاع وزارت لوى درستيز د يوه لوړ پوړي پلاوي په مشرۍ کندهار ته تللى ترڅو په دې ولايت کې امنيتي وضعيت وڅيړي.
د کورنيو چارو وزير جنرال بسم الله محمدي او لوى درستيز شيرمحمد کريمي له يو شمېر نورو امنيتي چارواکو سره نن سهار کندهار ته تللي دي.
د دفاع وزارت وياند جنرال محمد ظاهرعظيمي وويل، چې دا پلاوى به د کندهار اوسنۍ امنيتي وضعه له نږدې وګوري او په دې ولايت کې به د ښه امنيت د ټينګښت لپاره ځانګړي تدابير ونيول شي.
دې امنيتي پلاوي په داسې حال کې کندهار ولايت ته سفر کړي، چې په دې وروستيو کې په دې ولايت کې نا امنۍ او تروريستي فعاليتونه زيات شوي دي.
د راپورونو له مخې په دې ولايت كې، تېره شپه او نن سهار درې تنه وسله وال مخالفين، دوه تنه ملکي وګړي او يو امنيتي مسؤل وژل شوي دي.
کلید ګروپ په ټویټر او فیسبوک کې وګورئ


