ads

ختيځ كې د ګډو ځواكونو او وسله والو طالبانو ترمنځ نښتې

په لغمان او ننګرهار کې  له افغان او بهرنيو ځواکونو سره د وسله والو طالبانو مخامخې نښتې شوي، چې دولت پلوه غاړې وايي کوم تلفات نه لري او طالبان وايي د دوى مخالفينو ته پکې مرګ، ژوبله اوښتې. په لغمان او ننګرهار کې  له افغان او بهرنيو ځواکونو سره د وسله والو طالبانو مخامخې نښتې […]

نویسنده: TKG
1 وږی 1389

په لغمان او ننګرهار کې  له افغان او بهرنيو ځواکونو سره د وسله والو طالبانو مخامخې نښتې شوي، چې دولت پلوه غاړې وايي کوم تلفات نه لري او طالبان وايي د دوى مخالفينو ته پکې مرګ، ژوبله اوښتې.

په لغمان او ننګرهار کې  له افغان او بهرنيو ځواکونو سره د وسله والو طالبانو مخامخې نښتې شوي، چې دولت پلوه غاړې وايي کوم تلفات نه لري او طالبان وايي د دوى مخالفينو ته پکې مرګ، ژوبله اوښتې.

له افغان پوليسو سره نښته د لغمان په الېنګار ولسوالۍ کې د ورځې دولس بجې د ولسوال قاضي ننګيالي په وينا هغه مهال شوي، چې پوليسو د يوې قومي جرګې امنيت ساتنې ته روان ول.

طالب وياند ذبيح الله مجاهد له شمېر ښودنې پرته وايي، چې نښته کې يې ملګرو افغان ځواکونو ته  مرګ، ژوبله اړولې، خو ولسوال يې خبره نه مني.

طالب وياند د ننګرهار د خوګياڼو ولسوالۍ په خوارانو سيمه کې له بهرنيو ځواکونو سره د لغمان د  نښتې په څېر هم مهاله د اوږدې جګړې او پکې د درېيو ټانګونو د ويجاړولو او اوو  بهرنيو سرتېرو د مرګ، ژوبلې ادعا كوي.

په ختيځ کې د ايتلافي ځواکونو مطبوعاتي ادارې په دې اړه له خبرو ډډه وکړه، خو د خوګياڼو امنيې قومندان انعام شاه د جګړې په پخلي سره وايي، چې د دوى ځواکونو  هم د ايتلافي هغو ملتيا کوله او دولت پلوه غاړه په جګړه کې تلفات نه لري.

ننګرهار او لغمان، چې په ختيځ کې څنګ، ترڅنګ پراته ولايتونه دي،دواړو کې داسې امنيتي پېښې له څه وخت راهيسې زياتې شوي، چې طالبانو پکې دولت پلوو ځواکونو ته د درنو مرګ، ژوبلو دعوې کړي او چارواکو ډېرځله رد کړي دي.

 

کلید ګروپ په ټویټر او فیسبوک کې وګورئ
د تکشارک په واسطه پراختیا او طرحه جوړونه - Copyright © 2021

Copyright 2020 © TKG: A public media project of DHSA