ads

امريکايي پوځيانو په هلمند کې يوه قرارګاه پرېښوده

طالبان وايي، چې امريکايي ځواکونو د هلمند ولايت په سنګين ولسوالۍ کې خپله يوه قرارګاه په بمونو الوځولې او په خپله ترې وتلي دي. د طالبانو وياند قاري يوسف احمدي په يوه اعلاميه کې ويلي،   طالبان وايي، چې امريکايي ځواکونو د هلمند ولايت په سنګين ولسوالۍ کې خپله يوه قرارګاه په بمونو الوځولې او […]

نویسنده: TKG
1 وږی 1389

طالبان وايي، چې امريکايي ځواکونو د هلمند ولايت په سنګين ولسوالۍ کې خپله يوه قرارګاه په بمونو الوځولې او په خپله ترې وتلي دي. د طالبانو وياند قاري يوسف احمدي په يوه اعلاميه کې ويلي،

 

طالبان وايي، چې امريکايي ځواکونو د هلمند ولايت په سنګين ولسوالۍ کې خپله يوه قرارګاه په بمونو الوځولې او په خپله ترې وتلي دي.

د طالبانو وياند قاري يوسف احمدي په يوه اعلاميه کې ويلي، د دوى د معلوماتو له مخې امريکايي پوځيانو خپله قرارګاه، چې د دې ولسوالۍ د غاړګۍ په سيمه کې د حاجې ګل آغاد تېلو پمپ ته نژدې پرته وه وړمه ورځ ماښام  مهال يې تخليه کړې ده .

قاري يوسف احمدي همداراز ويلي، چې تردې وړاندې د دې ولسوالۍ مرکز ته نژدې امريکايي عسکرو خپلي دوې نورې قرارګاوې په ورته توګه تخليه کړې وې .

امريکايي ځواکونو تراوسه په دې اړه څه نه دي ويلي.

 

کلید ګروپ په ټویټر او فیسبوک کې وګورئ
د تکشارک په واسطه پراختیا او طرحه جوړونه - Copyright © 2021

Copyright 2020 © TKG: A public media project of DHSA