د ناټو په مشرۍ نړيوالو سوله ساتو ځواکونو (ايساف) د افغانستان په جنوب کې د خپلو درې سرتېرو د وژل کېدو خبر ورکړ. دغه خبر په کابل کې د يادو ځواکونو د مطبوعاتي دفتر له خوا په خپره شوې خبرپاڼه کې ورکړل شوى دى.
د ناټو په مشرۍ نړيوالو سوله ساتو ځواکونو (ايساف) د افغانستان په جنوب کې د خپلو درې سرتېرو د وژل کېدو خبر ورکړ.
دغه خبر په کابل کې د يادو ځواکونو د مطبوعاتي دفتر له خوا په خپره شوې خبرپاڼه کې ورکړل شوى دى.
سرچينې زياته کړې، چې ياد شوي سرتېري يې وړمه ورځ د افغانستان په جنوب کې د ماين د چاودنو پر مهال وژل شوي دي.
په خبرپاڼه کې د پېښې کره ځاى او د وژل شويو سرتېرو هويت نه دى په ډاګه شوى.
پرون سهار هم ايساف د خپلو درې سرتېرو د وژل کېدو خبر ورکړى و، چې دوه تنه يې اسټراليايي وو.
د روان ميلادي کال له پيل راهيسې د هېواد په بېلابېلو سيمو کې د وژل شويو بهرنيو سرتېرو شمېره ٤٤٦ تنو ته ورسېده، چې يواځې ٢٨١ تنه يې امريکايان دي
کلید ګروپ په ټویټر او فیسبوک کې وګورئ


