د پکتیکا ولایت دولتي چارواکو خبر ورکړی، چې د اورګون په ولسوالۍ کې یې د ګډو عملیاتو په ترڅ کې پنځه تنه وسله وال طالبان وژلي او شپږ نور یې ژوندي نیولي.
د پکتیکا ولایت دولتي چارواکو خبر ورکړی، چې د اورګون په ولسوالۍ کې یې د ګډو عملیاتو په ترڅ کې پنځه تنه وسله وال طالبان وژلي او شپږ نور یې ژوندي نیولي.
د پکتیکا د والي ویاند مخلص افغان په دې اړه کلید ته وویل، چې یاد شوي عملیات د اورګون ولسوالۍ اړوند د پیر کوتي په سیمه کې د افغان او بهرنیو ځواکونو له لورې ترسره شوي.
افغان دا هم وویل، چې په دې ولسوالۍ کې یو تن وسله وال غل، چې په یاده سیمه کې به یې شوکي اوغلاوې کولې هم نیول شوی دی.
د دې ترڅنګ نوموړي زیاته کړه، چې د اورګون ولسوالۍ د مڼې کنډو په سیمه کې د عملیاتو پرمهال د ځان وژونکي یو واسکټ او لس کیلو ګرامه چاودېدونکي توکي هم د دولتي ځواکونو لاس ته ورغلي دي.
د افغان په وينا، ځان وژونکى له سیمې څخه تښتېدلی، چې د نیولوهڅې یې روانې دي.
وسله والو طالبانو که د یادو پېښو په اړه تر اوسه څه نه دي ویلي، خو د سروبي په ولسوالۍ کې یې د سرک جوړونې د دریو ساتونکو د وژلو خبر ورکړی.
د طالبانو ویاند ذبیح الله مجاهد په دې اړه کلید ته وویل، چې د سروبي ولسوالۍ اړوند د سپېدار په سیمه کې یې د سړک په ساتونکو مخامخ برید کړی او د هغوی درې تنه یې وژلي دي.
د یادونې وړده، چې په دې اړه تردې دمه دولتي چارواکو رسنیو ته څه نه دي ویلي.
کلید ګروپ په ټویټر او فیسبوک کې وګورئ


