د پکتیکا ولایت د یوسف خېلو ولسوالۍ اړوند د برات خېلو کلي ته څېرمه د یوه ماین چاودنې له امله د پولیسو یو رېنجر موټر له منځه تللى او پكې سپرو پوليسو ته يې مرګ ژوبله اړولې.
د پکتیکا ولایت د یوسف خېلو ولسوالۍ اړوند د برات خېلو کلي ته څېرمه د یوه ماین چاودنې له امله د پولیسو یو رېنجر موټر له منځه تللى او پكې سپرو پوليسو ته يې مرګ ژوبله اړولې.د پکتیکا د والي ویاند مخلص افغان د دې چاودنې د پخلي پر مهال کلید ته وویل، چې د یوسف خېلو ولسوالۍ اړوند د برات خېلو په سیمه کې د پولیسو په موټرد سړک د غاړي ماین چاودنه شوې، چې له امله یې درې تنه پولیس وژل شوي دي.
د ښرنې روغتون یو تن کارمند، چې نه یې غوښتل نوم یې څرګند شي په دې اړه کلید ته وویل، چې روغتون ته د یادې پېښې له امله د دریو تنو جسدونه وروړل شوي.
د وسله والو طالبانو سیمه ایز ویاند ډاکترعبدالوکیلمبارز، چې د پېښې پړه پرغاړه اخلي وايي، چې د ماین په دې چاودنه کې یې د پولیسو یو رېنجر له منځه وړی او ټول سپاره پولیس یې پکې وژلي دي .
د مبارز په خبره، کله، چې ګډ ځواکونه د پېښې ځای ته ورسېدل پرې دويمه چاودنه هم وشوه، چې په وينا يې، دې چاودنه کې هم بهرنیو او کورنیو عسکرو ته مرګ ژوبله اوښتې.
دغه راز مبارز دعوه وکړه، چې د یاخیل ولسوالۍ اړوند دسیګن په سیمه کې يې د پولیسو پر یوې پوستې مخامخ برید کړی، چې مېشتوعسکرو ته یې پکې مرګ ژوبله اړولي ده.
خو د پکتیکا ولایت د والي ویاند یوازې د یوه ماین چاودنه او په کې د دریو پولیسو وژل منلي او د طالبانو له لورې نورې شوې دعوې یې په کلکه رد کړي دي.
کلید ګروپ په ټویټر او فیسبوک کې وګورئ


