د هلمند په ګرېشك ولسوالۍ كې شپږ پوليس په خپله امنيتي پوسته کې په مرموز ډول وژل شوي دي. د والي وياند داود احمدي رسنيو ته وويل، چې دغه پېښه د هلمند – كندهار پر لويه لاره
د هلمند په ګرېشك ولسوالۍ كې شپږ پوليس په خپله امنيتي پوسته کې په مرموز ډول وژل شوي دي.
د والي وياند داود احمدي رسنيو ته وويل، چې دغه پېښه د هلمند – كندهار پر لويه لاره د ګرېشک ولسوالۍ په نهر سراج سيمه كې د پوليسو يوه پوسته کې رامنځته شوې ده.
هغه زياته کړه، چې ياد شوي پوليس پرون سهار په مرموز ډول په خپله پوسته کې په ډزو وژل شوي، د هغوى څلور ميله کلاشنکوفونه، دوه ميله پيکا او يو کرولا موټر هم نامعلومو کسانو له ځانه سره وړي دي.
د والي وياند وايي، چې د امنيه قوماندانۍ يو پلاوى د پېښې د پلټنو په هدف سيمې ته لېږل شوى دى.
وسلوالو طالبانو تر اوسه پورې په دې اړه څه نه دي ويلي.
د يادونې وړ ده، چې تېره اوونۍ په کندهار ولايت کې هم شپږ پوليس په خپله پوسته کې وروسته له هغې، چې په شړومبو کې ورته د بې هوښۍ مواد اچول شوي وو، وژل شوي وو.
کلید ګروپ په ټویټر او فیسبوک کې وګورئ


