ads

منګل: د سنګين پېښه كې كاونډيان لاس لري

د هلمند والي محمد ګلاب منګل د سنګين ولسوالۍ په پېښه كې د ګاونډيو هېوادونو لاس لرل په ګوته كړ . د سنګين او  ګرېشګ تر منځ په پرته لاره دغه پېښه هغه مها ل رامنځ ته شوه، چې وسله والو طالبانو د سړك جوړونې پر يوې شخصي امنيتي   د هلمند والي محمد ګلاب […]

نویسنده: TKG
31 زمری 1389

د هلمند والي محمد ګلاب منګل د سنګين ولسوالۍ په پېښه كې د ګاونډيو هېوادونو لاس لرل په ګوته كړ . د سنګين او  ګرېشګ تر منځ په پرته لاره دغه پېښه هغه مها ل رامنځ ته شوه، چې وسله والو طالبانو د سړك جوړونې پر يوې شخصي امنيتي

 

د هلمند والي محمد ګلاب منګل د سنګين ولسوالۍ په پېښه كې د ګاونډيو هېوادونو لاس لرل په ګوته كړ .

د سنګين او  ګرېشګ تر منځ په پرته لاره دغه پېښه هغه مها ل رامنځ ته شوه، چې وسله والو طالبانو د سړك جوړونې پر يوې شخصي امنيتي كمپنۍ وسله وال بريد ترسره كړ او په پايله كې يې ۲۵ تنه ساتونكې ووژل او  ګڼ شمېر د سړك جوړونې وسايل يې وسوځول.

والي وايي په دې پېښه كې ځكه ګاونډيو لاس لرلو، چې نوموړى سړك د كندهار هرات له لويې لارې څخه بيليږي او بيا له سنگين ولسوالۍ څخه تر تېرېدو وروسته د كجكي ولسوالۍ برېښنا كوټ ته رسيږي.

هغه وايي  دا سړك او د برېښنا بند نه يوازي د هلمند بلكې د ټول هېواد لپاره حياتي ارزښت لري.

د والي په خبره ګاونډي هېوادونه نه غواړي، چې په دې هېواد كې پرمختګ رامنځ ته شي، نو له همدي كبله يې دا ځل د سړك جوړونې كمپنۍ په ساتونكو بريد تر سره كړ.

محمدګلاب منګل وويل، په دې جګړه كې نه يوازي د كمپنۍ ساتونكو ته مرګ ژوبله اووښتي بلكي د وسله والو مخاليفينو يوه ستره ډله هم، چې په وينا يې د ۳۵ نه تر پنځوس پوري رسي وژل شوې ده.

والي  ډاډ څرگند كړ، چې ډېر زر به بېرته د دغه سړك د جوړولو چارې پيل شي.

وسله والو طالبان په دې جگړه كې د لسګونو ساتونكو د وژل كېدو  تر څنګ د خپل يوه ملګري وژل كېدل او څلورو نورو ټپي كېدل مني.

 

کلید ګروپ په ټویټر او فیسبوک کې وګورئ
د تکشارک په واسطه پراختیا او طرحه جوړونه - Copyright © 2021

Copyright 2020 © TKG: A public media project of DHSA