ads

سوېډن د جوليان اسانژ د نيولو حکم لغو كړ

د سوېډن څارنوالانو د ويکي لېکس انټرنټي پاڼې د مؤسېس جوليان اسانژ د نيولو حکم لغو کړى. دوى وايي پر نوموړي د جنسي تېري شکونه بې اساسه دي.   د سوېډن څارنوالانو د ويکي لېکس انټرنټي پاڼې د مؤسېس جوليان اسانژ د نيولو حکم لغو کړى. دوى وايي پر نوموړي د جنسي تېري شکونه بې […]

نویسنده: TKG
31 زمری 1389

د سوېډن څارنوالانو د ويکي لېکس انټرنټي پاڼې د مؤسېس جوليان اسانژ د نيولو حکم لغو کړى. دوى وايي پر نوموړي د جنسي تېري شکونه بې اساسه دي.

 

د سوېډن څارنوالانو د ويکي لېکس انټرنټي پاڼې د مؤسېس جوليان اسانژ د نيولو حکم لغو کړى.

دوى وايي پر نوموړي د جنسي تېري شکونه بې اساسه دي.

تر دې مخکې څارنوالانو د جنسي تېري او ځورونې په تور د اسانژ د نيولو حکم صادر کړى و.

ويکي لېکس غوغا پاروونکې انټرنيټ پاڼې په افغانستان او عراق کې د امريکايي پوځيانو اړوند په زرګونه پټ اسناد افشا کړل.

اسانژ ويلي، پر ده لګول شوي تورونه بې اساسه او په اوسني وخت کې دغه ورته ډېر ځوروونکي دي.

نوموړي ويلي، د افغانستان د جګړې په اړه به ډېر ژر ١٥ زره نور پټ اسناد هم په خپله انټرنټي پاڼه کې افشا کړي.

 

کلید ګروپ په ټویټر او فیسبوک کې وګورئ
د تکشارک په واسطه پراختیا او طرحه جوړونه - Copyright © 2021

Copyright 2020 © TKG: A public media project of DHSA