د روسيې د تروريزم ضد ملي کمېټه وايي، د دغه هېواد پوځي ځواکونو د مسکو په ميترو کې د ځان وژونکيو بريدونو شکمن ډيزاينر په داغستان کې وواژه.
د روسيې د تروريزم ضد ملي کمېټه وايي، د دغه هېواد پوځي ځواکونو د مسکو په ميترو کې د ځان وژونکيو بريدونو شکمن ډيزاينر په داغستان کې وواژه.
د يادې كمېټې په وينا، د محمد علي وهابوف مړى پرون په يوه وران شوي کور کې موندل شوى، چې روسي ځواکونو ورباندې بريد کړى وو.
روسي چارواكي وايي، وهابوف د هغو دوو بمي بريدونو ډيزاينر و، چې د مارچ پر نهه ويشتمه نېټه د ماسکو په ميترو کې د ښځينه ځان وژونکيو له خوا وشول او لږ تر لږه څلوېښت کسان يې مړه او تر سلو زيات يې ټپيان کړل.
د ځينو راپورونو له مخې وهابوف د ځان وژونکيو ښځينه وو څخه د يوې مېړه و.
کلید ګروپ په ټویټر او فیسبوک کې وګورئ


